نورستان کې د نیالګیو کېنولو پسرلنی ملي کمپاین پیل شو

mail-admin
Sat, Apr 18 2026 11:01 AM
نورستان کې د نیالګیو کېنولو پسرلنی ملي کمپاین پیل شو

۲۹ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۱ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د نورستان ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست له لوري په دغه ولایت د ۱۴۰۵ هـ.ل کال د نیالګیو کېنولو پسرلنی ملي کمپاین د یو لړ مراسمو په ترڅ کې پیل شو.
په دغو مراسمو کې د نورستان والي، دکرنې رییس مولوی محمد ولي محسن، د چاپېریال ساتنې، سیندیزې حوزې او د پوهنتونونو رییسانو او شمېر نورو چارواکو ګډون کړی و.
په پيل کې د نورستان والي وویل، چې د چاپېریال ساتنه او د ښار زرغونتیا د ټولو ادارو او خلکو ګډ مسؤلیت دی اود یاد ولایت له امارتي اوغیرې امارتي ادارو یې وغوښتل، چې خلک دې مهم کمپاین ته نورهم وهڅوي.
 ورپسې نورستان دکرنې رییس مولوی محمد ولي محسن په خپلو خبرو کې وویل، چې دکرنې ریاست سږ کال تر ۵۰ زره ډېر نیالګي برابرکړي، چې مثمر او غیرې مثمر دي. د ښاغلي محسن په خبره د نورستان ولایت د کرنې ریاست پلان لري، چې یاد نیالګي به د نورستان ولایت په بېلابېلو سیمو کې کېنول شي او دځنګلونو دساتنې لپاره ځانګړي پروګرامونه ترکارلاندې دي اوزیاته یې کړه، چې ځنګلونه د اکسجن په تولید کې مهم رول لري او دهوا دککړتیا دخاورې تخریب مخنوی کوي.
 دغه راز د نورستان دکرنې رییس ددې ولایت له ټولو اوسیدونکو وغوښتل، چې دنیالګیو په کېنولو اوساتلو کې فعاله ونډه واخلی ځکه دنیالګیو کېنول دهېواد د زرغونتیا لپاره بهتره او ګټور تمامیږي او ترڅنګ یې د ساتنې او پالنې مسؤلیت هم د ټولو ګډ مسؤلیت دی.
دا په داسې حال کې ده، چې څو اوونۍ وړاندې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت له لوري د «نیالګي کېنول، صدقه جاریه ده» تر شعار لاندې د نیالګیو کېنولو پسرلنی ملي کمپاین د کابل په بادام‌باغ کې په رسمي ډول پیل شوی و، چې موخه یې د چاپېریال زرغونتیا، د طبیعي سرچینو ساتنه او په هېواد کې د ونو کېنولو فرهنګ پیاوړتیا بلل شوې ده.


آغاز کمپاین ملی بهاری غرس نهال در نورستان
۲۹ حمل ۱۴۰۵ هـ.ش
۱ ذوالقعده ۱۴۴۷ هـ.ق
کمپاین ملی بهاری غرس نهال سال ۱۴۰۵ هـ.ش از سوی ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت نورستان طی مراسمی در این ولایت آغاز گردید.
در این مراسم، والی نورستان، مولوی محمد ولی محسن رییس زراعت، مسوولان اداره حفاظت محیط زیست، حوزه دریایی، پوهنتون‌ها و شماری از مقام‌های محلی حضور داشتند.
در آغاز، والی نورستان با تأکید بر اهمیت حفاظت از محیط زیست گفت که سرسبزی شهر و نگهداری از طبیعت، مسئولیت مشترک همه ادارات و مردم است و از نهادهای امارتی و غیرامارتی خواست تا مردم را برای اشتراک گسترده در این کمپاین تشویق نمایند.
سپس، مولوی محمد ولی محسن، رییس زراعت نورستان، اظهار داشت که ریاست زراعت در سال جاری بیش از ۵۰ هزار اصله نهال مثمر و غیرمثمر را آماده ساخته است که در مناطق مختلف این ولایت غرس خواهد شد. وی افزود که برنامه‌های ویژه برای حفاظت از جنگلات نیز روی‌دست گرفته شده و جنگلات نقش مهمی در تولید اکسیجن، کاهش آلودگی هوا و جلوگیری از تخریب خاک دارند.
رییس زراعت نورستان همچنان از باشندگان این ولایت خواست تا در غرس، نگهداری و مراقبت از نهال‌ها سهم فعال بگیرند، زیرا این اقدام در سرسبزی کشور نقش مهم داشته و حفظ و مراقبت از آن نیز مسئولیت مشترک همگان می‌باشد.
این در حالی است که چند هفته پیش، کمپاین ملی بهاری غرس نهال تحت شعار «غرس نهال، صدقه جاریه است» از سوی وزارت زراعت، آبیاری و مالداری در بادام‌باغ کابل به‌گونه رسمی آغاز شده بود که هدف آن سرسبزی محیط زیست، حفاظت از منابع طبیعی و ترویج فرهنگ نهال‌شانی در کشور عنوان شده است.

Latest news

Sat, Feb 01 2025 11:27 AM
Background image

ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو فارمونو کې د مېوو بڼونه جوړ کړي 

۱۳ سلواغه ۱۴۰۳ه‍.ش
۳ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۶ه‍.ق
ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو څلور ګونو فارمونو کې د مالټو، زيتونو، ليمو، خرما او نورو مېوو بڼونه جوړ کړي دي.  
دغه کرنيزه پروژه،. . .

Mon, Jul 01 2024 8:57 AM
Background image

د خوست کرنې ریاست څېړنیز فارم کې زده کړیالانو ته د عملي زده کړې زمینه برابره شوې

۱۱ چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۴ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۵ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند څېړنیز فارم کې د کرنې پوهنځۍ زده کړیالانو ته په عملي او نظري ډول د زده کړې زمینه برابره. . .

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

BACK TO NEWS