میدان وردګ کې د لبنیاتو او مېوو پروسس کوونکو ته وسایل ووېشل شول

mail-admin
Thu, Apr 16 2026 12:57 PM
میدان وردګ کې د لبنیاتو او مېوو پروسس کوونکو ته وسایل ووېشل شول

۲۷ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۹ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د میدان وردګو ولایت د دایمیرداد ولسوالی کې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر چتر لاندې، د «کلیوالي ودې او پراختیا پروګرام» په چوکاټ کې د ډاکار مؤسسې له لوري د کرنې او مالدارۍ په برخه کې مهمه مرسته ترسره شوه.
دغه مرسته د یادې ولسوالی د کرنیزو خدمتونو عمومي مدیریت سره په همغږۍ شپږ تنو هغه کاراو باري کسانو ته ووېشل شوه، چې د لبنیاتو په پروسس او د سبو او مېوو په وچولو بوخت دي.
د ډاکار مؤسسې له‌خوا، د کرنې ریاست د مسؤلو کارکوونکو په حضور کې، هر تن ته د ۱۶۰۰ امریکایي ډالرو په ارزښت د مېوو، سبو او لبنیاتو د پروسس او وچولو اړوند وسایل ورکړل شول.
ګټه اخیستونکو د یادو مرستو څخه خوښي څرګنده کړه او د کرنې ریاست او ډاکار مؤسسې څخه یې د زړه له کومې مننه وکړه. دوی همدارنګه غوښتنه وکړه، چې په راتلونکې کې دې ورته پروګرامونه نور هم پراخ او زیات شي، څو د هغوی د عاید کچه لوړه او کاروبارونه یې لا پیاوړي شي.
بل لور ته، د دایمیرداد ولسوالی مسئولینو او د کرنیزو خدمتونو مدیریت د کرنې او مالدارۍ په برخه کې د مؤسساتو فعالیتونه وستایل او د ورته پروګرامونو هرکلی یې وکړ. دوی ژمنه وکړه، چې د دې ډول نوښتونو د بریالي تطبیق لپاره به لازمې همکارۍ ته دوام ورکړي.
دا ډول پروګرامونه نه یوازې د کلیوالي اقتصاد په پیاوړتیا کې مرسته کوي، بلکې د کوچنیو تولیداتو د ارزښت لوړولو او د کارموندنې د فرصتونو په رامنځته کولو کې هم مهم رول لري.
د افغانستان په کلیوالي سیمو کې د کرنې او مالدارۍ سکتور د خلکو د عایداتو مهمه سرچینه بلل کېږي، خو د پروسس او ارزښت‌ډېرولو وسایلو نشتوالی تل د بزګرانو او کوچنیو متشبثینو پر وړاندې یو لوی خنډ پاتې شوی. له همدې امله، د کرنې وزارت او همکارو مؤسساتو له لوري هڅې روانې دي، څو د کوچنیو کاروبارونو ملاتړ وشي او د تولیداتو کیفیت او بازارموندنه پیاوړې شي.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS