کانتیوا ولسوالی ته د نورستان د کرنې رییس سفر

mail-admin
Thu, Apr 16 2026 9:11 AM
کانتیوا ولسوالی ته د نورستان د کرنې رییس سفر

د نورستان ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي محمد ولي محسن، د «ډي‌آرسي» مؤسسې د مسؤل عبدالمنیر رحمانزي او د پلان او همغږۍ مدیر عنایت الرحمن صافي په ملتیا کانتیوا ولسوالی ته رسمي سفر ترسره کړ.
په دې سفر کې د ځنګلونو د ساتنې، د بزګرانو د ستونزو حل، او د کرنې، ابیاري او مالدارۍ سکتور د پیاوړتیا په موخه له قومي مشرانو او سیمه‌ییزو چارواکو سره مهمې لیدنې ترسره شوې. همدارنګه، د «ډي‌آرسي» مؤسسې د روانو کرنیزو پروژو څارنه هم وشوه.
د کانتیوا ولسوالی بزګرانو او مالدارانو خپلې ستونزې او ننګونې شریکې کړې، چې د کرنې رییس ورته د هر اړخیزو همکاریو ډاډ ورکړ.
نوموړي ژمنه وکړه، چې د دوی ستونزې او غوښتنې به له ولایتي ادارې، د وزارت له مشرتابه او اړوندو همکارو مؤسسو سره شریکې کړي، تر څو ورته د حل عملي لارې وموندل شي.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS