د نورستان دکرنې رییس د ډنمارک د کډوالو شورا له چارواکو سره وکتل

mail-admin
Tue, Apr 14 2026 10:15 AM
د نورستان دکرنې رییس د ډنمارک د کډوالو شورا له چارواکو سره وکتل

۲۵ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۷ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د نورستان دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوی محمد ولي محسن د ډنمارک د کډوالو شورا له چارواکو سره د همغږۍ ناسته ترسره کړه.
په دې ناسته کې د یاد شورا چارواکو په نورستان ولایت کې د خپلو روانو فعالیتونو، راتلونکو پلانونو او شته ستونزو په اړه هر اړخیز معلومات وړاندې کړل. همدارنګه د پروژو د اغېزمنتیا، د خلکو د اړتیاوو پر بنسټ د نوو پروګرامونو د پيل، او د کرنې، مالدارۍ او اوبو لګولو په برخو کې د خدمتونو د پراختیا په اړه خپل پلانونه شریک کړل.
د نورستان د کرنې رییس د یاد شورا له هڅو او فعالیتونو مننه وکړه او ډاډ یې ورکړ چې د شته ستونزو د حل په برخه کې به له دې شورا سره هر اړخیزه همکاري کوي. نوموړي همدارنګه غوښتنه وکړه چې خپلې پروژې لا پراخې کړي، ترڅو د بزګرانو ستونزو ته اغېزمنه رسېدنه وشي.


رئیس زراعت نورستان با مسئولان شورای پناهندگان دنمارک دیدار کرد
۲۵ حمل ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۷ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ هـ.ق
رئیس زراعت، آبیاری و مالداری ولایت نورستان مولوی محمد ولی محسن، با مسئولان شورای پناهندگان دنمارک نشست هماهنگی برگزار کرد.
در این نشست، مسئولان این شورا در مورد فعالیت‌های جاری، برنامه‌های آینده و مشکلات موجود در ولایت نورستان، معلومات همه‌جانبه ارائه کردند. همچنان، پلان‌های خود را در زمینه تأثیرگذاری پروژه‌ها، آغاز برنامه‌های جدید بر اساس نیازهای مردم، و گسترش خدمات در بخش‌های زراعت، مالداری و آبیاری شریک ساختند.
رئیس زراعت نورستان از تلاش‌ها و فعالیت‌های این شورا قدردانی کرده و اطمینان داد که در راستای حل مشکلات موجود، همکاری همه‌جانبه با این شورا خواهد داشت. وی همچنان خواستار گسترش بیشتر پروژه‌های این نهاد شد تا به مشکلات دهاقین به‌گونه مؤثر رسیدگی صورت گیرد.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS