د هلمند دکرنې رییس د چرګانو سکټور د تنظیم او همغږۍ په موخه د اتحادیې له مسؤلینو سره ناسته ترسره کړه

mail-admin
Sun, Apr 12 2026 9:50 AM
د هلمند دکرنې رییس د چرګانو سکټور د تنظیم او همغږۍ په موخه د اتحادیې له مسؤلینو سره ناسته ترسره کړه

۲۳ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۵ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي شیراحمد رفیع د دې ولایت د چرګانو اتحادیې له غړو او اړوندو کاروباریانو سره ناسته ترسره کړه.په دې ناسته کې د مالدارۍ او حیواني روغتیا آمر حافظ هدایت الله هدایت هم حضور درلود.
یاده ناسته د چرګانو د سکټور د لا ښه تنظیم، د بازار د نظم راوستلو او د موجودو ستونزو د حل په موخه رابلل شوې وه.
په پیل کې د هلمند دکرنې رییس د چرګانو د پېر-پلور د مراکزو د تنظیم پر اهمیت خبرې وکړې او ټینګار یې وکړ چې باید ټول فعالیتونه د مشخصو اصولو او کړنلارو له مخې پر مخ یوړل شي، تر څو د کیفیت ساتنه، د نرخونو ثبات او د عامو خلکو باور ترلاسه شي.
نوموړي زیاته کړه، چې د چرګانو ټولنې د سکټور د انسجام او همغږۍ مهم بنسټ دی، خو دا چې د اتحادیې د رهبرۍ قانوني موده پای ته رسېدلې، اړینه ده چې د نوې رهبرۍ ټاکنه په شفاف او منظم ډول ترسره شي. په همدې اساس یې د اتحادیې له غړو وغوښتل چې تر راتلونکې پنجشنبې پورې خپل رییس، مرستیال او منشي وټاکي، تر څو د سکټور ستونزې، غوښتنې او وړاندیزونه په منظم ډول اړوندو مسؤلینو ته ورسول شي.
په ناسته کې د چرګانو کاروباریانو او د اتحادیې غړو خپلې ستونزې، اندېښنې او وړاندیزونه شریک کړل، چې پکې د بازار د بې‌نظمۍ، د خوراکي توکو د بیو لوړوالی، د ناروغیو د مخنیوي اړتیا، او د پلور د مناسبو ځایونو نشتوالی شامل وو.
د هلمند دکرنې رییس د هغوی خبرې په دقت واورېدې او د یادو ستونزو د حل په برخه کې یې د هر اړخیز ملاتړ ډاډ څرګند کړ.
د ناستې په پای کې ټینګار وشو چې د کرنې ریاست، د چرګانو ټولنې او کاروباریان باید په ګډه همکاري وکړي، تر څو د چرګانو سکتور وده وکړي، د خلکو اړتیاوې په معیاري ډول پوره شي او د ولایت په کچه اقتصادي فعالیتونه پیاوړي شي.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS