د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت کې ۱۰۰ زده‌کړیالانو ته د عملي زده‌کړو زمینه برابره شوه

mail-admin
Thu, Apr 09 2026 1:07 PM
د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت کې ۱۰۰ زده‌کړیالانو ته د عملي زده‌کړو زمینه برابره شوه

۲۰ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۲ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت له لوري د مسلکي زده‌کړو د پیاوړتیا په موخه، د ننګرهار د کرنې او وټرنرۍ تخنیکي او مسلکي انستیتیوت د ۱۳ ټولګیو شاوخوا ۱۰۰ تنه زده‌کړیالانو ته د عملي زده‌کړو زمینه برابره شوې ده.
یاد زده‌کړیالان د شرکت په بېلابېلو فارمونو او بڼونو کې د کرنې، وترنرۍ، اقتصاد، انجینرۍ او نورو اړوندو څانګو په برخو کې عملي فعالیتونه ترسره کوي، څو خپلې مسلکي وړتیاوې لا پیاوړې کړي او له تیوري زده‌کړو سره عملي تجربه هم ترلاسه کړي.
ددې لیدنې په ترڅ کې د مالدارۍ فارم عمومي آمر انجنیر شکرالله نورزي، د تغذیې مسؤل ډاکټر حضرت عمر او نورو تخنیکي مسؤلینو زده‌کړیالانو ته د فارم د فعالیتونو، روانو چارو، د څارویو د ساتنې، تغذیې، روغتیايي خدمتونو او تولیدي پروګرامونو په اړه هر اړخیز معلومات وړاندې کړل.
زده‌کړیالانو د فارم له بېلابېلو برخو څخه لیدنه وکړه او د څارویو د نسلونو پېژندنې، عصري مالدارۍ سیستمونو، تولیداتو او مسلکي کړنو په اړه عملي او علمي زده‌کړې ترلاسه کړې.
د یادو زده‌کړیالانو استادانو دا علمي او عملي پروګرام ګټور وباله او ویې ویل، چې عملي زده‌کړې د تیوري درسونو تر څنګ د زده‌کړیالانو مسلکي وړتیاوې لا پیاوړې کوي او هغوی د کار بازار ته ښه چمتو کوي.
په پای کې، زده‌کړیالانو او استادانو د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت له مشرتابه څخه مننه وکړه، چې د عملي زده‌کړو لپاره یې لازمې اسانتیاوې برابرې کړې دي.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS