میدان وردګو کې د ګیلاسو سوداګریزو بڼونو د پراختیا په پار هلې ځلې؛ ډېر شمېر بزګران وروزل شول

mail-admin
Wed, Apr 08 2026 4:06 PM
میدان وردګو کې د ګیلاسو سوداګریزو بڼونو د پراختیا په پار هلې ځلې؛ ډېر شمېر بزګران وروزل شول

۱۹ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۱ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د میدان وردګو ولایت په جغتو، دایمیرداد، نرخ، چک، سیداباد، مرکز او جلریز ولسوالیو کې د ګیلاسو د سوداګریزو بڼونو د پراختیا په موخه مهم ګامونه اخیستل شوي دي. د دې پروګرام له مخې، په هره ولسوالۍ کې دوه ننداریزې قطعې منظورې شوې او مخکې له مخکې په هره ولسوالۍ کې دوه مخکښ بزګران ټاکل شوي وو.
د میدان وردګو ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست له لوري هر بزګر ته ۲۶۶ اصله د ګیلاسو نیالګي وېشل شوي، تر څو د سوداګریزو بڼونو بنسټ کېښودل شي او د میوو تولید زیات شي.
په همدې تړاو، د یادو ولسوالیو مخکښو بزګرانو ته د کرنې ریاست د مسؤلو کارکوونکو له خوا روزنیز ټرېننګونه هم ورکړل شول. د پروګرام په پیل کې د میدان وردګو ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي خان محمد حقمل ګډونوالو ته ښه راغلاست ووایه، د دوی په ګډون یې خوښي څرګنده کړه او د کرنې په برخه کې یې مفصل معلومات وړاندې کړل. نوموړي بزګرانو ته ډاډ ورکړ چې د کرنې ریاست به تل د دوی ملاتړ کوي او له اړوندو مسؤلینو یې وغوښتل چې خپلې تجربې له بزګرانو سره شریکې کړي.
همدارنګه، د کرنې ریاست تخنیکي ټیمونو بزګرانو ته د ګیلاسو د نیالګیو د کېنولو معیاري طریقې، د قطارونو او نیالګیو ترمنځ واټن، د آفتونو او ناروغیو کنټرول، دواپاشي، اوبه‌خورۍ او د خاورې د نرمښت په اړه عملي لارښوونې وړاندې کړې.
د یادونې وړ ده، چې په دې روزنیز پروګرام کې ګډونوالو بزګرانو ته د لارې کرايه او کرنیز کیټونه هم ورکړل شول. په هر کیټ کې د دواپاشۍ پمپ، یو عدد غټ متر، د شاخ‌بری قینچي، رجه او بلچه شامل وو.
ګډونوالو بزګرانو د دغو اسانتیاوو او روزنو له ترلاسه کولو خوښي څرګنده کړه او د کرنې ریاست څخه یې د زړه له کومې مننه وکړه. دوی هیله څرګنده کړه چې دا ډول پروګرامونه به د دوی د حاصلاتو په زیاتوالي او اقتصادي وضعیت په ښه‌والي کې مهم رول ولوبوي.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS