د استملاک قانون د مسودې د جوړولو په موخه د همغږۍ غونډه جوړه شوه 

mail-admin
Wed, Apr 08 2026 9:12 AM
د استملاک قانون د مسودې د جوړولو په موخه د همغږۍ غونډه جوړه شوه 

دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اراضۍ ریاست کې د استملاک قانون د مسودې د جوړولو په موخه د همغږۍ غونډه جوړه شوه. 
په دغه غونډه کې، چې د کرنې وزارت د اراضۍ ریاست د ارزونې، استملاک او بيا مېشتېدنې رياست کې جوړه شوې وه د ارزونې، استملاک او بيا مېشتېدنې رییس مولوي سیف الله الياس، د کابل ښاروالۍ د استملاک رییس انجنیر عبدالمتین حنيف، د ښارواليو د همغږۍ چارو ریاست استازو او د اراضۍ ریاست يو شمېر مسؤلینو او کارکوونکو ګډون درلود.
په پيل کې د ارزونې، استملاک او بيا مېشتېدنې رییس د ياد قانون په اړه خپلې هراړخیزې خبرې وکړې او وويل، چې د اراضۍ په رياست کې د متخصصینو او ديني عالمانو په مشوره او حضور کې يوه مسوده ترتیب شوې چې د ټولو ذيدخلو اداراتو له تائيد څخه وروسته به عدليې وزارت ته واستول شي.
نوموړي همدارنګه له ټولو مسؤلینو څخه وغوښتل، چې په ګډه سره څومره ژر چې کېدای شي خپل استازي د دغه مسودې لپاره د نظرونو د شریک کولو په پار دغه څانګې ته معرفي کړي.
په پای کې پرېکړه وشوه، چې په نږدې ورځو کې به د کابل ښاروالۍ، د ښارواليو د همغږۍ چارو ریاست او د اراضۍ رياست څخه يوه کميټه جوړه شي، چې پکې تخنیکي او مسلکي کارکوونکي ترڅنګ ديني عالمان به هم پکې ګډون لري او دغه کميټه به په ګډه سره د يادې مسودې د غني کولو په موخه خپل نظرونه له يو بل سره شریک کړي.


نشست هماهنگی به‌منظور تهیه مسوده قانون استملاک برگزار شد
در ریاست اراضی وزارت زراعت، آبیاری و مالداری، نشست هماهنگی به‌منظور تهیه مسوده قانون استملاک برگزار گردید.
در این نشست که در ریاست ارزیابی، استملاک و اسکان مجدد مربوط ریاست اراضی وزارت زراعت برگزار شده بود، مولوی سیف‌الله الیاس رئیس ارزیابی، استملاک و اسکان مجدد، انجنیر عبدالمتین حنیف رئیس استملاک شاروالی کابل، نمایندگان ریاست هماهنگی امور شاروالی‌ها و شماری از مسوولان و کارمندان ریاست اراضی حضور داشتند.
در آغاز، رئیس ارزیابی، استملاک و اسکان مجدد در مورد این قانون به‌گونه همه‌جانبه صحبت نموده و گفت که در ریاست اراضی، با مشوره و حضور متخصصین و علمای دینی، یک مسوده ترتیب گردیده است که پس از تأیید تمام ادارات ذی‌دخل، به وزارت عدلیه ارسال خواهد شد.
وی همچنان از تمامی مسوولان خواست تا هرچه زودتر نمایندگان شان را جهت شریک‌سازی نظریات در مورد این مسوده به این بخش معرفی نمایند.
در پایان، فیصله گردید که در روزهای نزدیک، یک کمیته مشترک از شاروالی کابل، ریاست هماهنگی امور شاروالی‌ها و ریاست اراضی ایجاد گردد که در آن علاوه بر کارمندان تخنیکی و مسلکی، علمای دینی نیز حضور داشته باشند و این کمیته به‌گونه مشترک برای غنامندی مسوده یادشده، نظریات شان را با یکدیگر شریک سازند.

Latest news

Sat, Feb 01 2025 11:27 AM
Background image

ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو فارمونو کې د مېوو بڼونه جوړ کړي 

۱۳ سلواغه ۱۴۰۳ه‍.ش
۳ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۶ه‍.ق
ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو څلور ګونو فارمونو کې د مالټو، زيتونو، ليمو، خرما او نورو مېوو بڼونه جوړ کړي دي.  
دغه کرنيزه پروژه،. . .

Mon, Jul 01 2024 8:57 AM
Background image

د خوست کرنې ریاست څېړنیز فارم کې زده کړیالانو ته د عملي زده کړې زمینه برابره شوې

۱۱ چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۴ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۵ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند څېړنیز فارم کې د کرنې پوهنځۍ زده کړیالانو ته په عملي او نظري ډول د زده کړې زمینه برابره. . .

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

BACK TO NEWS