ښورابک فرضي کرښې له لاري پاکستان ته د سلګونو پسونو د قاچاق مخه نیول شوې

mail-admin
Mon, Apr 06 2026 10:29 AM
ښورابک فرضي کرښې له لاري پاکستان ته د سلګونو پسونو د قاچاق مخه نیول شوې

۱۷ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۹ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند، د مالدارۍ آمریت چارواکي وایي، چې د ښورابک ولسوالی د کرنې او مالدارۍ مسؤلینو او امنیتي ارګانونو د ویښو او بیدارو مجاهدینو په ګډه همکارۍ، پاکستان ته د ۵۸۰ پسونو د قاچاق مخه نیول شوې ده.
د ښورابک ولسوالی مسؤلین زیاتوي، چې یو شمېر کسانو هڅه کوله یاد شمېر پسونه د سپین بولدک ولسوالی د فرضي کرښې له لاري په غیرقانوني او قاچاقي ډول پاکستان ته انتقال کړي، چې پرمهال یې د مالدارۍ او امنیتي مسؤلینو پر وخت اقدام وکړ او د قاچاق مخه یې ونیول. د دې قاچاق په تړاو دوه کسان هم نیول شوي، چې د نورو څېړنو لپاره اړوندو ارګانونو ته سپارل شوي دي.
د یادونې وړ ده، چې په دې وروستیو کې د قاچاقي څارویو د مخنیوي په موخه د کندهار د کرنې ریاست، امنیه قوماندانۍ او اړوندو امنیتي مسؤلینو ګډې هڅې زیاتې شوي دي. چې د همدې هڅو په دوام، تر دې وړاندې هم د زرګونو پسونو د قاچاق مخه نیول شوې وه، او مسؤلین وایي چې په راتلونکي کې به د څارویو د قاچاق پر وړاندې دا ډول کمپاینونه لا هم پیاوړي کړي.


جلوگیری از قاچاق صدها رأس گوسفند به پاکستان از طریق خط فرضی شورابک
۱۷ حمل ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۹ شوال المکرم ۱۴۴۷ هـ.ق
مسئولان آمریت مالداری ریاست زراعت، آبیاری و مالداری کندهار می‌گویند که در نتیجه همکاری مشترک مسئولان زراعت و مالداری ولسوالی شورابک و ارگان‌های امنیتی، از قاچاق ۵۸۰ رأس گوسفند به پاکستان جلوگیری شده است.
مسئولان ولسوالی شورابک می‌افزایند که شماری از افراد تلاش داشتند این تعداد گوسفند را از طریق خط فرضی ولسوالی سپین بولدک به‌گونه غیرقانونی به پاکستان انتقال دهند، اما مسئولان مالداری و امنیتی به‌موقع اقدام کرده و جلو این قاچاق را گرفتند. در پیوند به این قضیه، دو تن نیز بازداشت شده‌اند که برای بررسی‌های بیشتر به نهادهای مربوط سپرده شده‌اند.
قابل یادآوری است که در این اواخر، به‌منظور جلوگیری از قاچاق مواشی، تلاش‌های مشترک ریاست زراعت کندهار، قوماندانی امنیه و سایر مسئولان امنیتی افزایش یافته است. به ادامه این تلاش‌ها، پیش از این نیز از قاچاق هزاران رأس گوسفند جلوگیری شده بود و مسئولان تأکید دارند که در آینده نیز این‌گونه اقدامات تقویت خواهد شد.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS