خوست کې د شنو خونو د جوړولو بهیر چټکتیا؛ د وسایلو د وېش پروسه تر تخنیکي څار لاندې ونیول شوه

mail-admin
Thu, Apr 02 2026 1:00 PM
خوست کې د شنو خونو د جوړولو بهیر چټکتیا؛ د وسایلو د وېش پروسه تر تخنیکي څار لاندې ونیول شوه

۱۳ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۵ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د کرنیزو چارو آمریت تر چتر لاندې، د ترویج عمومي مدیریت په نظارت او د اکشن اېډ مؤسسې په همکارۍ، د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام «یوان‌ډي‌پي» په مالي ملاتړ، د یاد ولایت په مرکز کې د شنو خونو د جوړولو لپاره د وسایلو او تجهیزاتو د وېش له پروسې څخه تخنیکي نظارت ترسره شو.
د چارواکو په وینا، دغه نظارتي بهیر د دې لپاره ترسره شو، څو ډاډ ترلاسه شي چې وېشل کېدونکي وسایل او تجهیزات د ټاکل شوو معیارونو سره سم دي او د شنو خونو د معیاري جوړولو لپاره لازم شرایط پوره کوي.
د نظارت پر مهال د وسایلو بېلابېل سمپلونه له نږدې وکتل شول او تائید شوه، چې ټول تجهیزات له تخنیکي مشخصاتو او منل شوو معیارونو سره سمون لري.
یاد نظارتي بهیر د کرنې ریاست مرستیال مولوي اسلم خان منیب، د ریاست مشاور او متخصص بهیرګل صابري، د ترویج عمومي مدیر عبدالسلام همت یار او د تحقیقاتو د برخې متخصصینو له لوري په مسلکي ډول ترسره شو.
همدارنګه، د خوست دکرنې ریاست مرستیال او مشاور د اکشن اېډ مؤسسې مسؤلینو ته لازمې تخنیکي او مسلکي لارښوونې وکړې، څو د شنو خونو د جوړولو او تجهیزاتو د اغېزمنې کارونې په برخه کې احتمالي ستونزې راکمې او بزګران له غوره او معیاري خدمتونو څخه برخمن شي.
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت په وروستیو کلونو کې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د شنو خونو د جوړولو پروژې پلي کړې دي، چې موخه یې د کرنیزو محصولاتو زیاتوالی، د موسم نه بهر تولید، د بزګرانو عوایدو لوړول او د عصري کرنې دودول دي. شنې خونې د اقلیمي بدلونونو پر وړاندې د کرنې د مقاومت د پیاوړتیا لپاره مهم رول لري او د سبو او نورو کرنیزو حاصلاتو په دوامدار تولید کې اغېزمنې تمامېږي.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS