د کابل ولایت سروبي ولسوالی په مهمندي سیمه کې مصنوعي ځنګل او د انارو بڼ جوړ شوي

mail-admin
Sat, Mar 28 2026 12:51 PM
د کابل ولایت سروبي ولسوالی په مهمندي سیمه کې مصنوعي ځنګل او د انارو بڼ جوړ شوي

۸ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۰ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د کابل ولایت د سروبي ولسوالی د مهمندي په سیمه کې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت له لوري یو مصنوعي ځنګل او د انارو بڼ جوړ شوی دی، چې د چاپېریال ساتنې او د بڼوالۍ د ودې په برخه کې مهم ګام بلل کېږي.
د یاد ولایت د کرنې ادارې مسؤلین وايي، چې د سروبي ولسوالی د کرنې کارکوونکي وخت په وخت له دغه مصنوعي ځنګل او د انارو له بڼ څخه لیدنې ترسره کوي او د بڼ د ښه ساتنې په موخه لازمې تخنیکي لارښوونې وړاندې کوي.
دوی زیاتوي، چې په یاده سیمه کې بڼوالو ته مسلکي مشورې هم ورکول کېږي، څو یاد بڼونه په راتلونکي کې له ستونزو او احتمالي ناروغیو څخه خوندي پاتې شي او ښه حاصل ورکړي.
د چارواکو په خبره، د دغو پروژو پلي کول نه یوازې د شنو سیمو په زیاتوالي کې مرسته کوي، بلکې د بزګرانو اقتصادي وضعیت هم پیاوړی کوي او د کرنې سکتور د پراختیا لپاره بنسټیز رول لري.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS