د کندهار نېش کې د انځرو لسګونه بڼونه جوړېږي

mail-admin
Sun, Mar 15 2026 10:51 AM
د کندهار نېش کې د انځرو لسګونه بڼونه جوړېږي

۲۴ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۲۶ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په مالي او د کندهار کډوالو مؤسسې «کې‌اراو» په تخنیکي همکارۍ د نېش ولسوالی یوشمېر بزګرانو ته د انځرو ۵۰ بڼونه جوړېږي. 
د کندهار دکرنې ریاست چارواکي وایي، چې د یادو بڼونو د جوړولو په پآر پر بزګرانو د انځرو اصلاح شوي نیالګي وېشل شوي دي.
د چارواکو په خبره، هر بزګر ته د یو جریب ځمکي لپاره ۱۷۷ نیالګي وېشل شوي دي. د هغوی په وینا بزکرانو ته د وېش لړۍ پر مهال د بڼ جوړولو لپاره اړینې مشورې، د بڼ جوړولو نوي لارې چارې او د نیالګیو اېښودلو معیاري میټودونه هم ښودل شوي دي، ترڅو بڼونه یې په لوړ کیفیت سره وروزل شي. 
د یادو بڼونو د جوړولو موخه د بېوزلو بڼوالو ملاتړ، د نمونې په ډول د بڼوالۍ دودول، د حاصلاتو زیاتوالی، د ښه کیفیت لرونکو مېوو تولید او د بزګرانو د اقتصادي وضعیت ښه کول دي.
د یادونې وړ ده، چې تېره اوونۍ هم د کندهار کرنې ریاست په هڅو، د اروپایي ټولنې په مالي ملاتړ او د سولي بنسټ مؤسسې په تخنیکي همکاري د کندهار په دوو ولسوالیو کې ۳۵ باب د انځرو او انګور بڼونه په ټرایلیس ډول جوړ شوي دي.


ساخت ده‌ها باغ انجیر در ولسوالی نیش کندهار
۲۴ حوت ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۶ رمضان المبارک ۱۴۴۷ هـ.ق
به تلاش ریاست زراعت، آبیاری و مالداری کندهار، با حمایت مالی سازمان غذا و زراعت ملل متحد و همکاری فنی مؤسسه کندهاری مهاجرین «کی‌آراو»، برای تعدادی از دهقانان ولسوالی نیش، ۵۰ باغ انجیر ساخته می‌شود.
مسئولان ریاست زراعت کندهار می‌گویند که در راستای ساخت این باغ‌ها، نهال‌های اصلاح‌شده انجیر بین دهقانان توزیع شده است. به گفته آنان، به هر دهقان برای یک جریب زمین، ۱۷۷ نهال اختصاص یافته است. همچنین در جریان توزیع، مشاوره‌های لازم برای ساخت باغ، روش‌های نوین باغداری و شیوه‌های استندرد کاشت نهال‌ها به دهقانان آموزش داده شده تا باغ‌ها با کیفیت بالایی پرورش یابند.
هدف از ساخت این باغ‌ها حمایت از باغداران کم‌درآمد، الگوپذیری در باغداری، افزایش محصولات، تولید میوه‌های با کیفیت و بهبود وضعیت اقتصادی دهقانان است. شایان ذکر است که هفته گذشته نیز به تلاش ریاست زراعت کندهار، با حمایت مالی اتحادیه اروپا و همکاری فنی مؤسسه بنیاد صلح، در دو ولسوالی کندهار، ۳۵ باغ انجیر و انگور به صورت آزمایشی ساخته شده بود.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS