د کندز دکرنې رییس د افغانستان د ټولنیزپیاوړتیا مؤسسې مسوول سره وکتل
۲۰ کب ۱۴۰۴ه.ش
۲۲ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه.ق
د کندز ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي نیاز محمد عابد دخپل کار په دفتر کې د افغانستان د ټولنیز پیاوړتیا مؤسسې د کندز ولایت له مسوول عبدالبصیر وهاج سره لیدنه او خبرې اترې وکړې.
په دې لیدنه کې په پیل کې معبدالبصیر وهاج د افغانستان د ټولنیز پیاوړتیا مؤسسې د فعالیتونو، موخو او پروګرامونو په اړه معلومات وړاندې کړل او وروسته یې هغه پروژې چې ټاکل شوې ده د یادې مؤسسې له لوري په کندز ولایت کې تطبیق شي، په تفصیل سره تشریح کړې. نوموړي همدارنګه د پروژې د تطبیق څرنګوالي، د پوښښ سیمې او د همکاریو د ډولونو په اړه هر اړخیز معلومات وړاندې کړل او د کرنې ریاست سره د همغږۍ پر اهمیت یې ټینګار وکړ.
وروسته د کندز ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي نیاز محمد عابد د افغانستان د ټولنیز پیاوړتیا مؤسسې له هڅو او پاملرنې څخه د پراختیایي پروژو د تطبیق او د دې ولایت بزګرانو ته د خدمتونو د وړاندې کولو په برخه کې مننه او قدرداني وکړه او دا ډول پروګرامونه یې د کرنې سکتور د ودې، د بزګرانو د اقتصادي وضعیت د ښه والي او د کرنیزو تولیداتو د پیاوړتیا لپاره مهم او اغېزمن وبلل.
همدارنګه نوموړي ډاډ ورکړ چې د کندز د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست به د یادو پروژو د بریالي تطبیق لپاره له یادې مؤسسې سره لازمې همکارۍ او همغږي ترسره کړي.
