د کرنې وزارت کې د کرنیزې پرمختیا وجهي صندوق د عالي شورا غونډه ترسره شوه

mail-admin
Thu, Mar 05 2026 12:48 PM
د کرنې وزارت کې د کرنیزې پرمختیا وجهي صندوق د عالي شورا غونډه ترسره شوه

۱۴ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۱۶ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ په وزارت کې د کرنیزې پرمختیا وجهي صندوق د عالي شورا غونډه د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني، د مالیې وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي عبدالقدیر احمد او د یاد صندوق د مشرتابه پلاوي د غړو په حضور کې ترسره شوه.
په دې غونډه کې مولوي صدراعظم عثماني د کرنیزې پروختیا وجهي صندوق د جوړېدو او فعالیت موخه بزګرانو او مالدارانو ته د غوره چوپړتیاوو برابرول وبلل او ویې ویل، د دې صندوق له لارې هغوی ته د مالي سرچینو ته د اسانه لاسرسي زمینه برابریږي، څو وکولای شي له دغو سرچینو څخه په اغېزمن ډول ګټه واخلي او په خپلو کرنیزو او مالدارۍ فعالیتونو کې مثبت بدلونونه رامنځته کړي.
د غونډې په بهیر کې یوې کمپنۍ ته د مرابحې په بڼه د درې میلیونه ډالرو د ورکړې په اړه هم بحث او د نظر تبادله وشوه، چې په پایله کې د شورا د غړو له لوري تائید شوه.
همدارنګه په دې ناسته کې د کرنیزې پرمختیا وجهي صندوق لپاره د لا زیاتو دفترونو د جوړېدو او د ځمکې د سپارلو په اړه هم خبرې وشوې او غونډه د خیر په دعا سره پای ته ورسېده.


جلسه شورای عالی صندوق وجهی انکشاف زراعتی در وزارت زراعت برگزار شد
۱۴ حوت ۱۴۰۴ هـ.ش
جلسه شورای عالی صندوق وجهی انکشاف زراعتی با حضور مولوی صدراعظم عثمانی معین زراعت و مالداری وزارت زراعت، آبیاری و مالداری، مولوی عبدالقدیر احمد معین مالی و اداری وزارت مالیه و اعضای هیئت مدیره این صندوق در وزارت زراعت دایر گردید.
در این نشست، مولوی صدراعظم عثمانی هدف از ایجاد و فعالیت صندوق وجهی انکشاف زراعتی را فراهم‌سازی خدمات بهتر برای دهاقین و مالداران عنوان کرد و گفت که از طریق این صندوق زمینه دسترسی آسان آنان به منابع مالی فراهم می‌شود تا بتوانند از آن به گونه مؤثر استفاده کرده و در فعالیت‌های زراعتی و مالداری خود تغییرات مثبت ایجاد کنند.
در جریان جلسه، پیرامون اعطای سه میلیون دالر به شکل مرابحه به یک شرکت نیز بحث و تبادل نظر صورت گرفت که در نتیجه مورد تأیید اعضای شورا قرار گرفت.
همچنان در این نشست در مورد ایجاد دفاتر بیشتر و تسلیم‌دهی زمین به صندوق وجهی انکشاف زراعتی نیز بحث شد و جلسه با دعای خیر پایان یافت.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS