ننګرهار کې د مالدارۍ توکو د پلورنځیو څارنه روانه ده

۳ سلواغه ۱۳۹۸
د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په جلال اباد ښار کې د مالدارۍ توکو له پلورنځیو څارنه وکړه.
د ننګرهار د کرنې ریاست وایي، چې په دې څارنه کې د جلال اباد ښار د اسټراګانو له پلورنځیو څارنه وشوه.
ددې څارنې موخه د بېکیفیته اسټراګانو کنټرول او مخنیوي دی.
په دې څارنه کې مل پلاوي پلورونکو ته سپارښتنه وکړه، چې بې کیفیته توکي دې نه پلوري که چیرې یې دا چاره ترسره کړه قانوني چلند به ورسره وکړي.
د ننګرهار د کرنې ریاست چارواکي وایي، چې د څارنې او نظارت دا لړۍ به روانه وي ترڅو وکولای شي په باراز کې د بې کیفیته توکو د خرڅلا مخه ونیسي.