د غزني خوګیانو ولسوالی کې پر یوشمېر کروندګرو او بڼوالو کرنیز توکي ووېشل شول

mail-admin
Wed, Mar 04 2026 2:03 PM
د غزني خوګیانو ولسوالی کې پر یوشمېر کروندګرو او بڼوالو کرنیز توکي ووېشل شول

۱۳ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۱۵ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د غزني دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د «ټي‌ال‌او» مؤسسې په همکارۍ ددې ولایت د خوګیانو په ولسوالی کې پر یوشمېر کروندګرو او بڼوالو ۱۹ قلمه کرنیز توکي ووېشل شول.
دغه پروګرام د کروندګرو او بڼوالو د ملاتړ، د کرنې سکتور د پیاوړتیا، د حاصلاتو د زیاتوالي او د بزګرانو د اقتصادي وضعیت د ښه والي په موخه عملي شوی دی. وېشل شوي وسایل د کرنې او بڼوالۍ اړوند مهم تجهیزات دي، چې د کرنیزو چارو په اسانتیا، د کار د چټکتیا او د تولید د کیفیت په لوړوالي کې مهم رول لري.
د غزني د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست چارواکو د وېش بهیر د څارنې پر مهال ټینګار وکړ چې دا ډول پروګرامونه به د کرنې سکتور د ودې او پراختیا لپاره دوام ومومي، څو بزګران وکولای شي له عصري وسایلو څخه په ګټې اخیستنې سره خپلې حاصلاتي کچې لوړې او اقتصادي حالت یې لا پیاوړی شي.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS