د لغمان د کرنې رییس د اکشن اېډ مؤسسې د ختیځ زون مسؤل سره وکتل

mail-admin
Wed, Mar 04 2026 2:01 PM
د لغمان د کرنې رییس د اکشن اېډ مؤسسې د ختیځ زون مسؤل سره وکتل

۱۳ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۱۵ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د لغمان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست رییس مولوي سلیمان ایمن د خپل کار په دفتر کې د اکشن اېډ مؤسسې د ختیځ زون له مسؤل ادم خان نیازی سره وکتل.
په دې ناسته کې د کرنیزو چارو آمر انجنیر بریالی همدرد، تخنیکي سلاکار سردار زیار او د پلان او برنامو د همغږۍ لوی مدیر عبیدالله قریشي هم ګډون درلود.
په دې کتنه کې د اکشن اېډ مؤسسې د ختیځ زون مسؤل وویل، چې په لغمان ولایت کې د دوی له لوري یوه دوه کلنه پروژه منظور شوې ده، چې پکې د ۴۰۰ جریبه مالټو او سره املوکو بڼونو جوړول، د سبو د کورنیو باغچو ایجاد، د اصلاح شوو تخمونو وېش، د مرخېړیو کښت، د سبو د اصلاح شوو تخمونو وېش او همداراز د څارویو د متوازنې خوراکې توکو وېش شامل دي.
نوموړي زیاته کړه، چې دا مهال د بڼونو د جوړولو پروژه تطبیق کوو او د فعالیتونو د ښه تطبیق لپاره یې د کرنې ریاست له مشرتابه څخه د همکارۍ غوښتنه وکړه.
په همدې حال کې د کرنې رییس مولوي سلیمان ایمن د راغلو مېلمنو هرکلی وکړ او د یادې پروژې د تطبیق په برخه کې یې د اصولي همکارۍ ډاډ ورکړ. نوموړي ټینګار وکړ چې پروژه باید په بشپړ شفافیت او د منظور شوي پروپوزل مطابق پلې شي.

Latest news

Sat, Feb 01 2025 11:27 AM
Background image

ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو فارمونو کې د مېوو بڼونه جوړ کړي 

۱۳ سلواغه ۱۴۰۳ه‍.ش
۳ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۶ه‍.ق
ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو څلور ګونو فارمونو کې د مالټو، زيتونو، ليمو، خرما او نورو مېوو بڼونه جوړ کړي دي.  
دغه کرنيزه پروژه،. . .

Mon, Jul 01 2024 8:57 AM
Background image

د خوست کرنې ریاست څېړنیز فارم کې زده کړیالانو ته د عملي زده کړې زمینه برابره شوې

۱۱ چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۴ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۵ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند څېړنیز فارم کې د کرنې پوهنځۍ زده کړیالانو ته په عملي او نظري ډول د زده کړې زمینه برابره. . .

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

BACK TO NEWS