میدان وردګو کې د بڼونو او ونو خونديتوب په پارهڅې؛ د ژمني تېلو پاشلوپروګرام پیل شو

mail-admin
Wed, Mar 04 2026 10:47 AM
میدان وردګو کې د بڼونو او ونو خونديتوب په پارهڅې؛ د ژمني تېلو پاشلوپروګرام پیل شو

۱۳ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۱۵ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د میدان وردګو دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په دې ولایت کې د بڼونو او ونو خوندیتوب او د نباتي افتونو او ناروغیو مخنیوي په پار په دې ولایت کې د ژمني ټېلو پاشلو پروګرام پیل کړ.
یاد پروګرام د بڼوالانو د پوهاوي لوړولو او دغه راز د ترکیبي درملو د جوړولو او د نباتي آفتونو او ناروغیو پر ضد د معیاري مبارزې د لارو چارو د ترویج په موخه، د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ  وزارت د بوټو ساتنې او قرنطین ریاست د پلان او د میدان وردګو ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د بوټو ساتنې عمومي مدیریت د تخنیکي او مسلکي پرسونل له لوري پلي کېږي.
دغه پروګرام د میدان وردګو ولایت له جغتو ولسوالی څخه پیل شوي، چې په ترڅ کې به یې  ۱۰۰ تنه بڼوالانو ته د یاد ترکیبي محلول د جوړولو او استعمال په اړه نظري او عملي روزنه ورکړل شي او ددې ترڅنګ به نږدې پنځه ونې ته یاد محلول و پاشل شي.
د بوټو د خوب (استراحت) په موسم کې د ژمني تېلو  کارول د آفتونو او ناروغیو د مدیریت یوه اغېزمنه او کم لګښته طریقه ګڼل کېږي. د دغه پروګرام تطبیق نه یوازې د احتمالي زیانونو په کمولو کې مرسته کوی، بلکې د حاصلاتو د زیاتوالي، د مېوو د کیفیت د ښه والي او د نباتاتو د سالمې ودې زمینه یې هم برابره وی.
ګډون کوونکو بڼوالانو د دې پروګرام هرکلی وکړ او دا یې د بڼوالۍ د ودې او پراختیا لپاره یو ارزښتناک ګام وباله، او له اړوندو مقاماتو څخه یې وغوښتل، چې په راتلونکي کې هم ورته روزنیز او عملي پروګرامونه پلي شي.
د میدان وردګو ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست ژمن دی، چې د بڼوالۍ د وضعیت د ښه والي او د بڼوالانو د تخنیکي ظرفیت د لوړولو په موخه به اغېزمن ملاتړیز او روزنیز پروګرامونه په دوامداره توګه تطبیقوي.

Latest news

Sat, Feb 01 2025 11:27 AM
Background image

ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو فارمونو کې د مېوو بڼونه جوړ کړي 

۱۳ سلواغه ۱۴۰۳ه‍.ش
۳ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۶ه‍.ق
ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو څلور ګونو فارمونو کې د مالټو، زيتونو، ليمو، خرما او نورو مېوو بڼونه جوړ کړي دي.  
دغه کرنيزه پروژه،. . .

Mon, Jul 01 2024 8:57 AM
Background image

د خوست کرنې ریاست څېړنیز فارم کې زده کړیالانو ته د عملي زده کړې زمینه برابره شوې

۱۱ چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۴ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۵ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند څېړنیز فارم کې د کرنې پوهنځۍ زده کړیالانو ته په عملي او نظري ډول د زده کړې زمینه برابره. . .

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

BACK TO NEWS