د کرنې وزارت له‌خوا د کندهار د اوبو رسولو ریاست ته ځمکه ولېږدول شوه

mail-admin
Tue, Mar 03 2026 11:21 AM
د کرنې وزارت له‌خوا د کندهار د اوبو رسولو ریاست ته ځمکه ولېږدول شوه

۱۲ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۱۴ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د ا.ا.ا د زعیم عاليقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله تعالی ورعاه د حکم له مخې، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د اراضۍ ریاست له لوري، د کندهار د ارغنداب ولسوالی په کوتل مرچه او سر کاري باغ سیمو کې ۱۱ جریبه امارتي ځمکه د کندهار زون ښاري اوبو رسولو او فاضلابو ریاست ته د ښار اوبو رسولو په موخه رسماً ولېږدول شوه.
د کندهار د کرنې ریاست د ځمکو د انتقال او وېش مدیر قاري عصمت‌الله فرهاد وایي، چې یاده ځمکه د ټولو قانوني او اداري مراحلو له بشپړېدو وروسته، د ګډ پلاوی په حضور کې یاد ریاست ته وسپارل شوه. د نوموړی په وینا، د انتقال شوې ځمکي څخه به نوموړي ریاست د ښاري اوبو رسولو او لاسرسي اسانتیا لپاره کار واخلي. 
د یادونې وړ ده، چې تر دې وړاندې هم د عاليقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله تعالی په ځانګړي حکم، د کندهار په لوړ میوند ولسوالی کې ۴۸.۹۴ جریبه امارتي ځمکه د کندهار ښاروالۍ ته د عامه چوپړتیاوو چمتو کولو لپاره انتقال شوې وه.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS