د کندهار کښته شاولیکوټ کې د ۳.۶ میلیونه افغانیو په ارزښت د لوی چکډېم رغنیزې چارې ۹۵ سلنه بشپړې شوې

mail-admin
Thu, Feb 19 2026 12:04 PM
د کندهار کښته شاولیکوټ کې د ۳.۶ میلیونه افغانیو په ارزښت د لوی چکډېم رغنیزې چارې ۹۵ سلنه بشپړې شوې

۳۰ سلواغه ۱۴۰۴ه‍.ش
۲ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د د ملګرو ملتونو د نشه يي توکو او جرمونو پر وړاندې د مبارزې ادارې «یوان‌اوډي‌سي» او د سیمې د اوسېدونکو په ګډه مالي همکارۍ، د کښته شاولیکوټ ولسوالی په مقر سیمه کې د ۳.۶ میلیونه افغانیو په ارزښت د یو لوی چکډېم د رغنیزې چارې پیل شوې، چې اوس مهال یې ۹۵ سلنه ودانیزې چارې بشپړې شوې دي.
د چارواکو په وینا، د یاد چکډېم له پاره ۱.۳ میلیونه افغانۍ د هالنډ کمېټه له لوري او ۲.۳ میلیونه افغانۍ د سیمې د ځایي اوسېدونکو له خوا برابرې شوې دي، چې ټولې چارې یې په خامه ډول پر مخ وړل کېږي.
یاد چکډېم ۸ متره لوړوالی، ۶۴ متره اوږدوالی او په اوسط ډول ۱۲ متره پراخوالی لري، چې د ۴۰ زره متر مکعب اوبو د ساتلو ظرفیت به ولري. د دې پروژې د پلي کېدو پر مهال ۵ فني او ۲۵ غیر فني کسانو ته لنډمهاله د کار زمینه هم برابره شوې ده.
د مسؤلینو په خبره، د دې چکډېم اساسي موخه د باراني اوبو راټولول او مهارول، د ځمکې لاندې اوبو سطحې لوړول، د سیلابونو مخنیوی، د کاریزونو او طبیعي اوبو سرچینو پیاوړتیا، او د سیمې د بزګرانو او مالدارانو د اوبو ستونزو راکمول دي.
د یادونې وړ ده، چې دا مهال د کښته شاولیکوټ ولسوالی د کندلانو په سیمه کې هم د اسلامي امارت له ملي بودیجې څخه د ۱۸.۵ میلیونه افغانیو په ارزښت د یو بل ستر چکډېم د جوړېدو چارې روانې دي، چې تر اوسه یې له ۵۰ سلنې زیات کار بشپړ شوی دی.
د اوبو کمښت، پرله‌پسې وچکالۍ او د باراني اوبو نه مهار د هېواد په سوېلي ولایتونو، په ځانګړي ډول کښته شاولیکوټ ولسوالی کې د بزګرانو او مالدارانو لپاره جدي ستونزې رامنځته کړې دي. د همدې ستونزو د حل او د اوبو د منظم مدیریت په موخه، د اوبو زېرمه‌کوونکو پروژو پلي کول د کرنې سکتور له مهمو لومړیتوبونو څخه ګڼل کېږي.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS