بلخ کې د کرنیزو او حیواني محصولاتو دری ورځنی ملي نندارتون پرانېستل شو

mail-admin
Tue, Feb 17 2026 10:04 AM
افتتاح نمایشگاه ملی سه‌روزه محصولات زراعتی و مالداری در ولایت بلخ

۲۸ سلواغه ۱۴۰۴ه‍.ش
۲۹ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د بلخ ولایت په مرکز مزارشریف ښار کې د کرنیزو او حیواني تولیداتو او محصولاتو دری ورځنی نندارتون جوړ او ددغه ولایت د سیمه ییزو امارتي چارواکو او پانګوالو په حضور سره پرانېستل شو.
دغه نندارتون، چې د خصوصي سکټور له لوري د بلخ د کرنې ریاست په همغږۍ جوړ شوی چارواکي یې وایي، د کورنیو تولیداتو او له پانګونې څخه د ملاتړ په موخه، له بېلابېلو ولایتونو څخه په څه باندې ۱۰۰ غرفو کې وطني تولیدات او محصولات نندارې ته وړاندې شوي دي. په دغه نندارتون کې لاسي صنایع، لبنیات، غالۍ،,بېلابېل ډوله وچه مېوه او خوراکي توکي نندارې ته وړاندې شوي د بلخ دکرنې ریاست چارواکي وایي، چې په دغه درې ورځني نندارتون کې ۱۰۰ شرکتونونو ګډون کړی دی، چې تر راتلونکې چهارشنبې ورځې پورې به دوام وکړي. 
بلخوا د نندارتون ګډونوال هم خوښ دي او له مسوولینو غواړي، چې په کور دننه د نندارتونو د جوړېدو سربېره،  په بهر کې هم د افغاني محصولاتو د خرڅلاو لپاره د نړۍوالو نندارتونو د جوړېدو زمینه برابره کړي.
 په همدې حال کې د بلخ سیمه ییزو چارواکي د دغه نندارتون موخه د کورني تولیداتو ملاتړ یادوي او ډاډ ورکوي, چې راتلونکي کې 
د یادولو وړ ده، چې بلخ کې د کورنیو تولیداتو د ملاتړ په موخه دغه نندارتون په داسې حال کې جوړېږي، چې تر دې وړاندې هم د صنعتي تولیداتو د ودې په موخه دوه نندارتونونه جوړ شوي وو، چې د صنعتکارانو له پراخ هرکلي سره مخ شوی دی.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS