د پچیراګام ولسونو د ځنګلونو ساتنې لپاره د کرنې ریاست سره د هر اړخیزې همکارۍ ژمنه وکړه

mail-admin
Mon, Feb 16 2026 3:04 PM
د پچیراګام ولسونو د ځنګلونو ساتنې لپاره د کرنې ریاست سره د هر اړخیزې همکارۍ ژمنه وکړه

۲۷ سلواغه ۱۴۰۴ه‍.ش
۲۸ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار ولایت د پچیراګام ولسوالی ولسونو د ځنګلونو د پرېکولو د مخنیوي او د شنو سیمو د خوندیتوب په موخه د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست سره د پیاوړې همکارۍ ژمنه وکړه.
د ننګرهار د کرنې ریاست اړوند د قدرتي زېرمو آمر قاري کاهون عبدالرحمن اتل د پچیراګام ولسوالی ته د سفر پر مهال د ولسوالی له مسؤلینو او قومي مخورو سره ځانګړې ناسته ترسره کړه. په دې ناسته کې د ځنګلونو د ناقانونه پرېکولو د مخنیوي، د ځنګلونو د بیارغونې او د قدرتي سرچینو د ساتنې پر موضوعاتو مفصلې خبرې وشوې.
د پچیراګام قومي مشرانو ژمنه وکړه، چې له دې وروسته به هېچا ته اجازه ور نه کړي چې په غرونو کې شنې ونې پرې کړي او ولسونه به د ځنګلي ټولنو په چوکاټ کې د خپلو سیمو د ځنګلونو ساتنه کوي. دوی همدارنګه د ځنګلونو د بیا رغولو او د نیالګیو د کېنولو په برخه کې د ننګرهار د کرنې ریاست څخه د لا زیاتې همکارۍ غوښتنه وکړه.
د ننګرهار دکرنې ریاست د قدرتي زېرمو آمر قاري کاهون عبدالرحمن اتل ولسونو ته ډاډ ورکړ چې د ځنګلونو د بیارغونې لپاره یې د کرنې وزارت له رهبرۍ سره یوه جامع طرحه شریکه کړې ده، چې تر تائید وروسته به په ځنګل لرونکو ولسوالیو کې عملي چارې پيل شي.
ښاغلي اتل زیاته کړه، سږ کال هم د پچیراګام ولسوالی په ګډون په پنځو ولسوالیو کې د ځنګلونو د بیا رغونې په موخه لس زره د چهارمغزو بوټي کېنول شوي او یاد پروګرام به په راتلونکو کلونو کې هم دوام ولري، څو قدرتي شتمنۍ خوندي او شنې سیمې لا پراخې شي.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS