د کرنې وزارت پلاوي د ننګرهار سپین‌غر ولسوالی کې د ډنمارک د کډوالو شورا له فعالیتونو څخه لیدنه وکړه

mail-admin
Sat, Feb 14 2026 2:26 PM
د کرنې وزارت پلاوي د ننګرهار سپین‌غر ولسوالی کې د ډنمارک د کډوالو شورا له فعالیتونو څخه لیدنه وکړه

۲۵ سلواغه ۱۴۰۴ه‍.ش
۲۶ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس مولوي عبدالغفور او د یاد وزارت د نظارت او ارزونې رییس مولوي امان الله شاهي له خپل مل پلاوي سره د ننګرهار ولایت د سپین‌غر ولسوالی د کرکني کلي کې د ډنمارک د کډوالو شورا «ډي‌ارسي‌» له فعالیتونو څخه لیدنه وکړه.
د دغې لیدنې په ترڅ کې هغه پروژې و ارزول شوې چې د اروپايي ټولنې په مالي ملاتړ پلي شوې دي. په دغو پروژو کې د کرکني غرونو په لمنو کې د ۷۳۹ متره مکعبه ټولیز ظرفیت لرونکو درې د اوبو زېرمو جوړول شامل دي. د یادو زېرمو سرچینې چینې دي او چارې یې د «کار د مزد په بدل کې» پروګرام له لارې عملي شوې دي. همدارنګه د چهارمغزو نیالګیو کېنول، د ترنج کندکاري، د تراسونو جوړول او د نیالګیو لپاره د پایپونو په وسیله د عصري اوبولګولو سیستم نصبول هم ترسره شوي دي.
د پلاوي د ارزونې له مخې، پروژه بشپړه شوې او د پراخو غونډیو سیمو تر پوښښ لاندې راوستلو سره د عصري اوبولګولو سیستم له لارې د ځمکو د تخریب مخنیوی کېږي او د سیمې خلکو لپاره د کارموندنې، حاصلاتو او عوایدو د زیاتوالي زمینه برابروي. کورنیو بازارونو ته د اضافي کرنیزو توکو عرضه کول به د خلکو لاسرسی کورنیو تولیداتو ته هم پیاوړی کړي.


بازدید هیأت وزارت زراعت از فعالیت‌های مؤسسه شورای پناهندگان دانمارک در ولسوالی سپین‌غر ننگرهار
۲۵ دلو ۱۴۰۴ هـ.ش
مولوی عبدالغفور رییس عمومی پلان و هماهنگی برنامه‌ها و مولوی امان الله شاهی رییس نظارت و ارزیابی وزارت زراعت با هیأت همراه‌شان از فعالیت‌های مؤسسه  شورای پناهندگان دانمارک (DRC) در ولسوالی سپین‌غر، قریه کرکنی ولایت ننگرهار بازدید کردند.
در جریان این بازدید، پروژه‌های تطبیق‌شده با کمک مالی اتحادیه اروپا مورد بررسی قرار گرفت که شامل اعمار سه ذخیره آب با ظرفیت مجموعی ۷۳۹ متر مکعب در دامنه‌های کوه‌های کرکنی می‌باشد. منبع این ذخیره‌ها چشمه‌ها بوده و کارها در قالب برنامه «کار در بدل پول» تطبیق شده است. همچنان فعالیت‌هایی مانند غرس نهال‌های چارمغز، کندکاری ترنج، احداث تراس‌ها و نصب سیستم آبیاری عصری با پایپ برای نهال‌ها انجام شده است.
به اساس ارزیابی هیأت، پروژه تکمیل گردیده و با پوشش‌دهی ساحات وسیع تپه‌ای تحت سیستم آبیاری عصری، از تخریب زمین‌ها جلوگیری می‌شود و زمینه افزایش اشتغال، حاصلات و عواید مردم محل فراهم می‌گردد. عرضه تولیدات مازاد به بازارهای داخلی نیز دسترسی مردم به تولیدات داخلی را تقویت خواهد کرد.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS