د کرنې وزارت د اراضۍ رياست له‌خوا ارشاد، حج او اوقافو وزارت ته ځمکه ولېږدول شوه 

mail-admin
Thu, Feb 05 2026 1:15 PM
انتقال زمین از سوی ریاست اراضی وزارت زراعت به وزارت ارشاد، حج و اوقاف

۱۶ سلواغه ۱۴۰۴ه‍.ش
۱۷ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اراضۍ ریاست د استملاک او بيا مېشتېدنې رياست کې جوړه شوې غونډه کې، چې د استملاک او بيا مېشتېدنې رييس او د دغه ریاست کفیل مولوي عبدالعلي عمري، د ځمکو د انتقال او وېش ريیس حافظ عبدالکبير زاهد او د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د اوقافو عمومي رييس مولوي حمدالله اخندزاده ګډون درلود یاد وزارت ته ۲۵۰ جریبه امارتي ځمکه ولېږدول شوه.
ياده ځمکه د کرنې وزارت د اراضۍ ریاست د ځمکو د انتقال او وېش رياست په وړانديز او د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه الله تعالی) د حکم په اساس د اراضۍ رياست له‌خوا ياد وزارت ته د سمنګان ولايت مرکز کې په ۲۵۰ جريبه باندې د مړو لپاره د عمومي حضيرې د جوړولو په موخه ولېږدول شوه.
د یادې ځمکې د لېږد ټړون د کرنې وزارت د اراضۍ ریاست د استملاک او بيا مېشتېدنې رييس او د دغه ادارې کفیل مولوي عبدالعلي عمري، د ځمکو د انتقال او وېش رییس حافظ عبدالکبير زاهد او د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د اوقافو لوی رييس مولوي حمدالله اخندزاده ترمنځ لاسلیک شو.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS