د کندز ولایت د چهاردرې ولسوالی کې د مچیو پالنې تجهیزاتو وېش
۱۶ سلواغه ۱۴۰۴ه.ش
۱۷ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۷ه.ق
د کندز دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د ډاکار دفتر په همکارۍ ددې ولایت د چهاردرې ولسوالی پر یوشمېر مچیو پالونکو د مچیو پالنې اړین تجهیزات وېشلي دي.
دغه بهیر دکندز دکرنې ریاست د استازي او د ډاکار دفتر د کارکوونکو په حضور کې په شفاف ډول تر سره شو.
د یادو تجهیزاتو د وېش موخه د مچیو پالونکو ملاتړ، د مچیو پالنې سکتور پیاوړتیا او د محلي متشبثینو د معیشت ښه والی بلل کېږي.
