د خوست موسیخیلو ولسوالی کې پر مستحقو کورنیو د فیلمارغه وېش لړۍ ترسره شوه
۱۵ سلواغه ۱۴۰۴ه.ش
۱۶ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۷ه.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې او د افغان پرمختیایي مؤسسې په همکارۍ، په موسیخیلو ولسوالۍ کې د مالدارۍ د پیاوړتیا او د کورنیو د عوایدو لوړولو په موخه پر مستحقو کورنیو د فیلمارغو د وېش پروسه عملي شوه.
یاده پروسه د موسیخیلو ولسوالۍ د کرنیزو چارو عمومي مدیریت تر څارنې لاندې، د افغان پرمختیایي مؤسسې په همکارۍ د یادې ولسوالۍ 36 مستحقو کورنیو ته وويشل شو.
په دې لړۍ کې ټولټال ۴۵۰ فیلمارغه د ۳۶ مستحقو کورنیو ترمنځ ووېشل شول، چې هرې کورنۍ ته ۱۳ ښځینه او ۲ نارینه فیلمارغه وسپارل شول.
همدارنګه، وېشل شوي فیلمارغه د درې ورځو لپاره د قرنطین تر څارنې لاندې ونیول شول او مستحقو کورنیو ته د فیلمارغو د سمې ساتنې، مناسب خوراک، پاکو اوبو، دانې او حفظالصحې په برخه کې لازمې او عملي سپارښتنې وشوې، تر څو د ناروغیو مخنیوی وشي او د تولید کچه لوړه شي.
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست رهبري ټینګار کوي، چې د مالدارانو د ملاتړ، د هغوی د عوایدو لوړولو او د اقتصادي پیاوړتیا په موخه به خپلې همکارۍ او خدمتونه لا پراخ کړي.
