د کرنې او مالدارۍ مرستیال د افغانستان د چرګانو پالنې د ټولنې له غړو سره وکتل

qiam_amin
Tue, Feb 03 2026 3:26 PM
د کرنې او مالدارۍ مرستیال د افغانستان د چرګانو پالنې د ټولنې له غړو سره وکتل

۱۴ سلواغه ۱۴۰۴ه‍.ش

۱۵ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۷ه‍.ق

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني نن د خپل کار په دفتر کې د افغانستان د چرګانو پالنې ټولنې له یو شمېر غړو سره لیدنه وکړه.

په دې ناسته کې، چې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ د معینیت په دفتر کې ترسره شوه، په هېواد کې د هګیو، غوښې، دانو، د چرګوړو تولید د زیاتوالي، همدارنګه د چرګانو پالنې د محصولاتو د بیو او کیفیت د ښه‌والي په اړه خبرې وشوې. د ټولنې غړو هم د چرګانوپالنې د صنعت د پرمختګ لپاره خپلې طرحې، وړاندیزونه او نظریات د کرنې او مالدارۍ له مرستیال سره شریک کړل.

د چرګانو پالنې ټولنې د مسوولینو په وینا، د هېواد د چرګانو پالنې سکتور د ځان‌بسیاینې پړاو ته رسېدلی او هڅې روانې دي، تر څو دا سکتور په ټولو برخو کې په بشپړ ډول ځان‌بسیاینې ته ورسېږي.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS