د کرنې او مالدارۍ مرستیال د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې له مرستیال سره وکتل

qiam_amin
Tue, Feb 03 2026 2:46 PM
د کرنې او مالدارۍ مرستیال د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې له مرستیال سره وکتل

۱۴ سلواغه ۱۴۰۴ه‍.ش

۱۵ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۷ه‍.ق

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني نن د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» مرستیال فبریزیو سیساریتي او د یادې ادارې د پروګرامونو له مسوول کوشتوبه دیوالی سره وکتل.

یاده لیدنه د کرنې او مالدارۍ مرستیالۍ په دفتر کې ترسره شوه، چې پکې د چکډېمونو د جوړولو، د اوبو لګولو د کانالونو رغولو، استنادي دېوالونو رغول، د شېدو د راټولولو د مرکزونو د ودانیو، د مېوه‌لرونکو سوداګریزو بڼونو د جوړولو، د غنمو د اصلاح شوو تخمونو د وېش، څېړنیزو فعالیتونو، د کرنې او مالدارۍ د سکتور د کارکوونکو، بزګرانو او مالدارانو لپاره د روزنیزو پروګرامونو ترسره کول، د ملخانو د خپرېدو پر ضد مبارزې، د نباتي افتونو او حیواني ناروغیو د مخنیوي، همدارنګه د ځنګلونو د ساتنې او بیارغوې او د اقلیمي بدلونونو پر وړاندې د مقابلې په برخو کې بحث او خبرې اترې وشوې.

د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې استازو وویل، چې د یادو برخو په اړه مشخصې او بنسټیزې پروژې به د روان میلادي کال په ترڅ کې پلې شي، چې له امله به یې د افغانستان زرګونه بزګران او مالداران ترې ګټه واخلي.

مولوي صدراعظم عثماني ټینګار وکړ، هره بهرنۍ اداره چې غواړي په افغانستان کې بنسټیزې او ټولګټې پروژې تطبیق کړي، باید د اسلامي امارت د اصولو له مخې عمل وکړي او شفافیت او اغېزمنتوب ته جدي پاملرنه ولري. نوموړي زیاته کړه، چې د کرنې وزارت له بهرنیو ادارو سره بشپړه همکاري لري او د وزارت تخنیکي ټیمونه او کارکوونکي به د فعالیتونو پر مهال حاضر وي، څو همغږي وساتل شي او پرمختیایي چارې د خلکو په ګټه پر مخ ولاړې شي.

همدارنګه په دې غونډه کې ټینګار وشو چې د سبو او غله‌جاتو د مورنیو تخمونو تولید دې د افغانستان دننه ترسره شي، تر څو د خوړو خوندیتوب او امنیت لا زیات تأمین شي.

د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې اداره د افغانستان د کرنې او مالدارۍ په بېلابېلو برخو کې فعالیتونه لري او د دې هېواد د زرګونه بزګرانو او مالدارانو د ژوند د ښه والي په برخه کې اساسي رول لوبوي.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS