د کرنې وزارت له‌خوا د ښاروالیو چارو د همغږۍ لوی رياست ته ځمکه ولېږدول شوه

qiam_amin
Mon, Feb 02 2026 3:22 PM
د کرنې وزارت له‌خوا د ښاروالیو چارو د همغږۍ لوی رياست ته ځمکه ولېږدول شوه

۱۳ سلواغه ۱۴۰۴ه‍.ش

۱۴ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۷ه‍.ق  

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اراضۍ ریاست کې جوړه شوې غونډه کې، چې د اراضۍ ریاست د استملاک او بيا مېشتېدنې رييس او د دغه ادارې کفیل مولوي عبدالعلي عمري، د ځمکو د انتقال او وېش ريیس حافظ عبدالکبير زاهد او د ښاروالیو چارو د همغږۍ عمومي رياست تخنيکي او مسلکي رييس قاري حزب الله حديد ګډون درلود.، د کرنې وزارت د اراضۍ رياست له‌خوا د ښاروالیو چارو د همغږۍ لوی ریاست ته ځمکه ولېږدول شوه

ياده ځمکه د ښاروالیو چارو د همغږۍ عمومي رياست په وړانديز او د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه الله تعالی) د حکم په اساس د اراضۍ رياست له‌خوا ياد رياست ته د کندز ولايت دشت ابدان ولسوالی کې په ۱۱۰۰ جريبه ځمکه باندې د نوي ښار د جوړولو، کندهار ولايت میوند ولسوالۍ کې په ۴۸.۹۴ جريبه ځمکه باندې د موټرو تم ځای، د ښاروالۍ لپاره تعمير او د دوکانونو د جوړولو او پنجشېر ولايت مرکز کې په ۵۹ جريبه ځمکه باندې د اداري کمپلکس د جوړولو په موخه ولېږدول شوه.

د یادې ځمکې لېږد ټړون د کرنې وزارت اراضۍ ریاست د استملاک او بيا مېشتېدنې رييس او د دغه ادارې کفیل مولوي عبدالعلي عمري، د ځمکو د انتقال او وېش رییس حافظ عبدالکبير زاهد او د ښاروالیو چارو د همغږۍ عمومي رياست تخنيکي او مسلکي رييس قاري حزب الله حديد ترمنځ لاسلیک شو.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS