د کرنې وزارت پلاوي په لغمان کې د پراختیایي او اقلیمي پروژو څخه لیدنه وکړه

qiam_amin
Thu, Jan 29 2026 12:01 PM
د کرنې وزارت پلاوي په لغمان کې د پراختیایي او اقلیمي پروژو څخه لیدنه وکړه

۹ سلواغه ۱۴۰۴ه‍.ش

۱۰ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۷ه‍.ق

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس د یوه پلاوي په مشرۍ، د لغمان ولایت په مرکز کې د میداني کلي د چکډېم، چې د وزارت له پراختیایې بوجې او همدارنګه د اقلیمي بدلون له هغو پروژو څخه چې د ملګرو ملتونو د پرمختیايي ادارې «یوان‌ډي‌پي» په مالي ملاتړ تمویلېږي، لیدنه وکړه.

د دغو پروژو په چوکاټ کې، د روان کال په ترڅ کې د لغمان ولایت په مرکز کې د بدیع‌آباد په سیمه کې ۳۰ زره د بیرې نیالګي او د کچو په کلي کې ۵۰ زره د عناب او مالټې نیالګي کېنول شوي دي.

د دې لیدنې پر مهال، د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس د څارنې او ارزونې له رییس او د کرنې وزارت له یو شمېر متخصصینو سره یوځای د پروژو تر پوښښ لاندې سیمې وکتلې او د اړوندو ادارو او د سیمې د خلکو له همکارۍ یې مننه وکړه. نوموړي همدارنګه د پروژو د تطبیق د لا ښه والي په موخه د امارتي ادارې تخنیکي برخو او د ملګرو ملتونو د پراختیایي پروګرام د تطبیق کوونکو مسؤلینو ته لازمې لارښوونې وکړې.

د کرنې وزارت د پلان لوی رییس د دغو پروژو پر پراختیا، پایښت او ساتنې ټینګار وکړ او په پای کې یې ډاډ ورکړ چې د کرنې وزارت به د دغو پروژو د لا ښه تطبیق په برخه کې هر اړخیزه همکاري وکړي.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS