خوست کې د لایم سلفر مرکب چمتو او د استعمال عملي لارښود یې وړاندې شو

qiam_amin
Thu, Jan 29 2026 10:15 AM
خوست کې د لایم سلفر مرکب چمتو او د استعمال عملي لارښود یې وړاندې شو

۹ سلواغه ۱۴۰۴ه‍.ش

۱۰ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۷ه‍.ق

د خوست ولایت کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د کرنیزو چارو آمریت اړوند د بوټو ساتنې او قرنطین  لوی مدیریت مسلکي کارکوونکو له لوري د لایم سلفر مرکب په لازم مقدار چمتو او د استعمال وړ وګرځول شو.

یاد پروګرام د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت له خوا د ځانګړې منظور شوې بودیجې په ملاتړ عملي شوی، چې په نږدې راتلونکي کې به د خوست ولایت په مرکزي بڼ او همدارنګه په یو شمېر ولسوالیو کې پلي شي.

لایم سلفر یو اغېزمن محلول دی چې د نباتي ناروغیو او افتونو د کنټرول په موخه کارول کېږي. دغه محلول تر ډېره د میوه لرونکو ونو د استراحت (Dormant) په مرحله کې استعمالېږي او د ناکو، مڼو، بهیو او شفتالو ونو لپاره مناسب بلل کېږي، خو د نورو ونو لپاره د استعمال وړ نه دی.

د چارواکو په خبره لایم سلفرد فنګسي ناروغیو او افتونو د مخنیوي لپاره اغېزمن دی، کیمیاوي درملو په پرتله ارزانه تمامېږي، په کلیوالي سیمو کې په اسانه او محلي امکاناتو سره جوړېږي.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS