د کرنې وزارت لخوا د ملي دفاع وزارت ته ځمکه ولېږدول شوه
۸ سلواغه ۱۴۰۴ه.ش
۹ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۷ه.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اراضۍ ریاست کې جوړه شوې غونډه کې، چې د اراضۍ ریاست د ځمکو د انتقال او وېش رییس حافظ عبدالکبير زاهد او د ملي دفاع وزارت د ساختماني ریاست اداري مرستیال مولوی عبدالهادي محمود ګډون درلود، د کرنې وزارت د اراضۍ رياست لخوا د ملي دفاع وزارت ته ځمکه ولېږدول شوه.
ياده ځمکه د ملي دفاع وزارت په وړانديز او د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه الله تعالی) د حکم په اساس د اراضۍ رياست لخوا ياد وزارت ته دايکندي ولايت سنګتخت او شهرستان ولسواليو کې په ۲۹.۵ جريبه او همدارنګه پنجشېر ولايت عنابه ولسوالی کې په ۳۵ جريبه ځمکه باندې د لوا ګانو لپاره د تعميرونو د جوړولوپه موخه ولېږدول شوه.
د یادې ځمکې لېږد ټړون د کرنې وزارت اراضۍ ریاست د ځمکو د انتقال او وېش رئيس حافظ عبدالکبير زاهد او د ملي دفاع وزارت د ساختماني رياست اداري مرستیال مولوي عبدالهادي محمود ترمنځ لاسلیک شو.
