کابل ولایت کې د بې‌کیفیته او تاریخ‌تېرو حیواني درملو سوځول

qiam_amin
Thu, Jan 29 2026 9:30 AM
کابل ولایت کې د بې‌کیفیته او تاریخ‌تېرو حیواني درملو سوځول

۸ سلواغه ۱۴۰۴ه‍.ش

۹ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۷ه‍.ق

د کابل ولایت د کرنې ریاست د دې ولایت په څوارلسو ولسوالیو او ۲۲ ناحیو کې د ۱۷۶ حیواني کلینیکونو او ۲۱ حیواني درملتونونو د کنټرول او څارنې په پایله کې، شاوخوا ۲۰ زره قلمه بې‌کیفیته او تاریخ‌تېر حیواني درمل راټول او وسوځول.

د یاد ریاست مسؤلینو وویل، چې د بې‌کیفیته او منقضي شویو درملو د راټولولو او سوځولو موخه د حیواني درملو پلورونکو کنټرول او د کابل ولایت په مرکز او ولسوالیو کې څارویو لپاره د زیان رسوونکو درملو د پلور مخنیوی دی.

د کابل ولایت د کرنې رییس قاري محراب‌الدین بلال په دې اړه وویل، چې له درمل پلورونکو څخه غوښتل کېږي باکیفیته درمل تولید یا وارد کړي او همدارنګه مالداران دې د درمل او واکسین د پېرلو پر مهال د هغې نېټې او کیفیت ته جدي پاملرنه وکړي.

همدارنګه د کابل د کرنې ریاست د مالدارۍ آمر حجاز احمد صالحي څرګنده کړه، چې یاد درمل د کابل له بېلابېلو ولسوالیو او ناحیو څخه تر پراخ کنټرول وروسته راټول او د بیا کارونې د مخنیوي په موخه وسوځول شول.

په همدې حال کې، د کابل د کرنې ریاست د مالدارۍ د برخې یو متخصص ډاکټر حنیف‌الله عمر خبرداری ورکړ، چې د تاریخ‌تېرو درملو کارول پر حیواناتو جدي منفي اغېزې لري او آن کولای شي د هغوی د تلف کېدو لامل شي.

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت چارواکي ټینګار کوي، چې په مرکز او ولایتونو کې د حیواني او نباتي درملو د کنټرول هڅې دوام لري، تر څو د بې‌کیفیته او تاریخ‌تېرو درملو د پلور مخه ونیول شي.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS