دمیدان وردګو ولایت دکرنې ریاست کې د زونوز ناروغۍ په هکله غونډه ترسره شوه

qiam_amin
Wed, Jan 28 2026 2:44 PM
دمیدان وردګو ولایت دکرنې ریاست کې د زونوز ناروغۍ په هکله غونډه ترسره شوه

۸ سلواغه ۱۴۰۴ه‍.ش

۹ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۷ه‍.ق

دمیدان وردګو ولايت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍریاست کې د څارویو او انسانانو د ګډو ناروغیو «زونوز» په هکله دکمیټې غونډه ترسره شوه.

 په دې غونډه کې د میدان وردګو ولایت دڅارویو دروغتیا آمر محمد الله  شهیدزي دکمیټې ګډونوالو ته د زونوز ناروغیو په برخه کي هراړخیزه معلومات ورکړل، چې په ترڅ کې یې دې هر رياست وظایف تشریح شول.

وروسته د عامې روغتیا ریاست لخوا ډاکتر شکیب د زونوز ناروغۍ د انتقال او مخنیوي په برخه کې معلومات ورکړل چې یو د زونوز ناروغیو څخه د لیونې سپي (ربیس) ناروغۍ ده، چې دڅارويو څخه انسانانو ته انتقالېږي.

 دا یوه خطرناکه ناروغي ده، چې انسانانو ته ستر زیان رسوي نو پدې برخه کې د کمیټې ګډونوالو دپوره همکارۍ ډاډ ورکړ.

په یاد ولایت کې د لیوني سپي واقعات لیدل شوي دي، چې په مرکز کې لیوني سپي دوه حیوانات داړلي دي. ددغو واقعاتو مخنیوي لپاره دکمیټې دغړو هلې ځلې روانې دي، ترڅو عام وګړي د دغسي خطرناکو ناروغیو څخه خوندي شي.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS