خوست کې د کرنې د پیاوړتیا او د بزګرانو د عاید لوړولو په موخه نوې کرنیزې پروژې پیل شوې

qiam_amin
Wed, Jan 28 2026 10:13 AM
خوست کې د کرنې د پیاوړتیا او د بزګرانو د عاید لوړولو په موخه نوې کرنیزې پروژې پیل شوې

۷ سلواغه ۱۴۰۴ه‍.ش

۸ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۷ه‍.ق

د ملګرو ملتونو د پرمختیايي ادارې «یوان‌ډي‌پي» په مالي ملاتړ او د« ډبلیواې‌اي‌آراو» مؤسسې په تخنیکي همکارۍ، د خوست ولایت په درې ولسوالیو؛ تڼې، صبری او موسی‌خېلو کې د کرنې د پیاوړتیا او د بزګرانو د عاید لوړولو په موخه مهم کرنیز فعالیتونه پیل شوي دي.

د یادې پروژې په چوکاټ کې ۱۵۰ تنه بزګران په مستقیم ډول تر پوښښ لاندې نیول شوي، چې د هغوی لپاره به په ټولیزه توګه په ۷۵ جریبه ځمکه کې د املوکو عصري بڼونه احداث شي. دا بڼونه به د معیاري طریقو له مخې جوړېږي، څو د حاصلاتو کچه لوړه او د بزګرانو اقتصادي وضعیت ښه شي.

سربېره پر دې، دغو مستحقو بزګرانو ته د پیازو او رومیانو هایبریډ تخمونه او اړین کرنیز وسایل هم وېشل کېږي، چې د دې مرستو د وېش عملي بهیر د خوست ولایت په تڼې ولسوالۍ کې په رسمي ډول پیل شوی دی.

چارواکي وايي، د دې پروژې پلي کېدل به د سبو تولید زیات کړي، د کورنیو د خوراکي اړتیاوو د پوره کېدو لامل به شي او په ټوله کې به د بزګرانو د عاید لوړولو او اقتصادي ودې په برخه کې مهم رول ولوبوي.

د یادونې وړ ده، چې د ورته پرمختیایي پروژو پلي کېدل کولای شي د کرنې سکتور پیاوړی کړي او په کلیوالو سیمو کې د خلکو د ژوند په ښه والي کې اغېزناک تمام شي.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS