روزګان کې یوشمېر بڼوال او بزګران وروزل شول
۲ سلواغه ۱۴۰۴ه.ش
۳ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۷ه.ق
د روزګان د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د حفاظي مديرانو مرکز ترينکوټ په بېلابېلو سيمو کې بڼوالو او بزګرانو ته په بڼونو کې د ناروغيو مخنيوي په موخه روزنه ورکړه.
دوی ته د اوبو لګولو، سرې کارونې، ښاخبرۍ د هرزه وښو کنترول، نرمکارۍ، کورني درملو جوړولو، د ژمني تېلو او د ناروغيو پر مهال د کيمياوي درملو استعمال په اړه لارښوونې وشوې.
همدارنګه د مېوو ټولولو، درجه بندۍ، بازار موندنې او نورو اړونده برخو کې معلومات شريک شول، ترڅو بزګران په ځان بسيا او اقتصاد يې پياوړی شي.
