د کندهار میوند کې څلور جریبه ځمکه د مرافعه محکمې ریاست ته رسماً ولېږدول شوه

qiam_amin
Sat, Jan 24 2026 10:34 AM
د کندهار میوند کې څلور جریبه ځمکه د مرافعه محکمې ریاست ته رسماً ولېږدول شوه

۲ سلواغه ۱۴۰۴ه‍.ش

۳ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۷ه‍.ق

د عاليقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله تعالی ورعاه د حکم له مخې، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د اراضۍ ریاست له لوري، د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په تخنیکي همکارۍ، د کندهار په کښته میوند ولسوالۍ کې څلور جریبه امارتي ځمکه د مرافعه محکمې ریاست ته د ابتدایه محکمې جوړولو په موخه رسماً ولېږدول شوه.

د کندهار دکرنې ریاست د ځمکو د انتقال او وېش مدیر قاري عصمت‌الله فرهاد وويل، چې یاده ځمکه د ټولو قانوني او اداري مراحلو له بشپړېدو وروسته، د ګډ پلاوي په حضور کې د مرافعه محکمې ریاست ته وسپارل شوه. د نوموړي په وینا، چې پر دې انتقال شوې ځمکه به د مرافعه محکمې ریاست له لوري ابتدایه محکمه جوړه شي.

د یادونې وړ ده، چې یوه اوونۍ وړاندې هم د عاليقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله تعالی په ځانګړي حکم، د کندهار په دامان ولسوالی نودې کلی کې ۵۰۰ جریبه امارتي ځمکه د صنعت او سوداکرۍ ریاست ته د یوه معیاري صنعتي پارک جوړولو په موخه لېږدول شوې وه.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS