د کندهار ژړۍ کې پر لسګونو بزګرانو د جوارو او سبو تخمونه او کیمیاوي سرې وېشل کېږي

qiam_amin
Wed, Jan 21 2026 3:18 PM
د کندهار ژړۍ کې پر لسګونو بزګرانو د جوارو او سبو تخمونه او کیمیاوي سرې وېشل کېږي

۲ سلواغه ۱۴۰۴ه‍.ش

۳ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۷ه‍.ق

د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په مالي او د کندهار کډوالو مؤسسې په تخنیکي همکارۍ د ژړۍ ولسوالی ۱۳۰ تنه بېوزلو بزګرانو لپاره د جوارو اصلاح شوي تخم، ۱۹۹ بزګرانو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي او دغه راز کیمیاوي سرې د وېش په موخه د نوم لیکني لړۍ ترسره شوه.

د چارواکو په خبره، د نوم لیکني تر بشپړېدو وروسته به په راتلونکي نږدې وختونو کې هر انتخاب شوي بزګر ته ۱۲ کیلو د جوارو اصلاح شوی تخم، ۵۰ کیلو توره سره او ۵۰ کیلو سپینه سره ووېشل شي او دغه راز یوشمېر بزګرانو سره د عضوي سرې مرسته کېږي او ترڅنګ یې یوشمېر نورو بزګرانو سره د کمپوسټ جوړولو په برخه کې مرستې او همکارۍ کېږي.

د یادې مرستي موخه د اصلاح شویو تخمونو، عضوي سرې او کمپوسټ جوړولو رواجول، د اړمنو بزګرانو ملاتړ او د کمي ځمکې څخه زیات حاصلات ترلاسه کول دي.

د یادونې وړ ده، چې یاده مرسته به په نږدې وختونو کې انتخاب شویو بزګرانو ته ووېشل شي، تر څو وکولای شي د روان کال لپاره خپله کرنه پر وخت ترسره کړي.

د یادونې وړ ده چې یوه ورځ وړاندې د کندهار په نېش ولسوالی کې هم د ۱۳۰ مستحقو بزګرانو لپاره د جوارو او کیمیاوي سرې وېش لپاره د بزګرانو د انتخاب لړۍ بشپړه شوې وه.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS