بدخشان کې راستنو شویو کډوالو ته د نغدي او خوراکي مرستو د وېش بهیر پیل شو

qiam_amin
Wed, Jan 21 2026 11:32 AM
بدخشان کې راستنو شویو کډوالو ته د نغدي او خوراکي مرستو د وېش بهیر پیل شو

۱ سلواغه ۱۴۰۴ه‍.ش

۲ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۷ه‍.ق

د بدخشان ولایت په مرکز فیض‌آباد ښار کې، راستنو شویو کډوالو ته د نغدي او خوراکي مرستو د وېش بهیر د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري، د بدخشان والي مولوي محمد اسماعیل غزنوي او د سیمه‌ییزو چارواکو په حضور کې رسماً پرانیستل شو.

یاد پروګرام د افغانستان اسلامي امارت د مشرتابه د لارښوونو په رڼا کې او له هغو کورنیو څخه د ملاتړ په موخه پیل شوی، چې له کلونو وروسته بېرته هېواد ته راستانه شوي دي.

په دغو مراسمو کې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري، چې بدخشان ولایت ته د نغدي مرستو او غنمو د وېش د بهیر د پرانیستې په موخه سفر کړی و، د راستنو شویو کډوالو پر وړاندې د اسلامي امارت پر مسؤولیت د ټینګار تر څنګ وویل، چې اسلامي امارت د دغو کورنیو د معیشتي ستونزو د کمولو لپاره، په ځانګړي ډول د ژمي په موسم کې، د هېواد له داخلي بودجې څخه نغدي او خوراکي مرستې ځانګړې کړې دي. د هغه په وینا، په دغو مرستو کې هرې کورنۍ ته د خوراکي غنمو وېش او نغدي پیسې شاملې دي، چې د راستنېدونکو چارو د عالي کمېسیون سره په همغږۍ به د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې هم پلي شي.

د بدخشان والي مولوي محمد اسماعیل غزنوي هم په خپلو خبرو کې وویل، چې سیمه‌ییز حکومت هڅه کوي د شته امکاناتو په چوکاټ کې له کډوالو سره لازمې همکارۍ ترسره کړي، څو د هغوی د مناسب ژوند، مېشتېدو او په ټولنه کې د بیا ادغام زمینه برابره شي. هغه زیاته کړه، چې د راستنو شویو کډوالو وضعیت ته رسېدنه د اسلامي امارت له اساسي لومړیتوبونو څخه ده او دا قشر باید د یوازیتوب یا بې‌پامي احساس ونه کړي.

همدارنګه د بدخشان ولایت د کرنې رییس مولوي امان‌الله حسن وویل، چې دا مرستې له ګاونډیو هېوادونو څخه راستنو شویو دوه زره او ۲۰۰ کورنیو ته په پام کې نیول شوې دي، چې هرې کورنۍ ته به پنځه بورۍ غنم او پنځه زره افغانۍ نغدي پیسې ووېشل شي. د هغه په وینا، دا پروګرام د حکومت د هغو پراخو هڅو یوه برخه ده، چې موخه یې هېواد ته د راستنو شویو کډوالو ټولنیز او اقتصادي ملاتړ دی.

د مراسمو په پای کې یو شمېر راستانه شویو کډوالو له دې اقدام څخه د مننې تر څنګ، د سرپناه او دایمي استوګنې موضوع ته د لا زیاتې پاملرنې غوښتنه وکړه او ویې ویل، چې ډېر یې لا هم په کرايي کورونو یا د خپلوانو په کورونو کې ژوند کوي او د دایمي مېشتېدو لپاره دوامدارو پروګرامونو ته اړتیا لري. مسؤولینو هم ډاډ ورکړ، چې د کډوالو د استوګنې او کارموندنې موضوع به د حکومت په راتلونکو پروګرامونو کې په جدي ډول په پام کې ونیول شي.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS