د کندهار ژړۍ کې دوه زره بېرته راستنو شويو کډوالو ته ځمکې ووېشل شوې

qiam_amin
Wed, Jan 21 2026 9:25 AM
د کندهار ژړۍ کې دوه زره بېرته راستنو شويو کډوالو ته ځمکې ووېشل شوې

۱ سلواغه ۱۴۰۴ه‍.ش

۲ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۷ه‍.ق

د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله تعالی د لارښوونې پر بنسټ، هېواد ته د بېرته راستنو شويو کډوالو لپاره د کندهار د کور او ښار جوړونې ریاست او د دې ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په ګډه همکاري، د کندهار ژړۍ ولسوالی په نوي ښارګوټي کې پر دوه زره بېوزله او مستحقو کډوالو کورنیو د استوګنې په موخه ځمکې ووېشل شوې.

د  کندهار ولایت د کور او ښار جوړونې رییس مولوي عبدالمتین سعید وایي، چې د ټاکل شوي کمېسیون د مسؤلینو او کډوالو په حضور کې یادو کورنیو ته د پچې اچونې (قرعه‌کشی) له لارې، په بشپړه عادلانه او شفافه پروسه کې ځمکې وېشل شوي دي. د نوموړي په وینا، دا مهال د اسنادو د سپارلو لړۍ په چټکۍ سره روانه ده.

مولوي سعید زیاتوي، چې د ښارګوټي د بشپړېدو سره سم به یادو کډوالو کورنیو ته د څښاک اوبو برمې، د اوبو ذخیري، جوماتونه او لوی جامع جوماتونه، تعلیمي مرکزونه، سوداګریز ځایونه، کوچني پلورنځي، روغتیایي خدمتونه، د ښاروالۍ چوپړتیاوې، د لوبو میدانونه، پارکونه او نورې ټولې اړینې او بنسټیزې اسانتیاوې په تدریجي ډول برابرې شي.

په ورته مهال، له پاکستان څخه تازه راستانه شوي کډوال د اسلامي امارت دغه اقدام څخه خوښي څرګندوي او د مسؤلینو څخه مننه وکړه، چې د استوګنې لپاره یې ورته ځمکې وېشلې دي.

د یادونې وړ ده، چې د ا.ا.ا چارواکي د تازه راستنو شویو کډوالو سره دوامداره همکارۍ کوي او هڅه کوي چې بېوزلو او اړمنو کډوالو ته د استوګنې مناسب ځایونه برابر کړي، چې د همدې هڅو په لړ کې دا مهال په ټاکل شویو دوو ښارګوټو کې د ۳۲۰۰ کډوالو لپاره د ځمکو نمرې په نښه شوي دي او ددې ترڅنګ د هېواد په کچه د کرنې وزارت له خوا راستنوشویو کډوالو سره د نغدې او خوراکي مرستو وېش لړۍ هم روانه ده.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS