د ننګرهار د کرنې ریاست: دبهسودو په ولسوالی کې ٥٠ جریبه ځمکه د ازادې دوطلبۍ په ترڅ کې په اجاره ورکړل شوه

qiam_amin
Tue, Jan 20 2026 2:56 PM
د ننګرهار د کرنې ریاست: دبهسودو په ولسوالی کې ٥٠ جریبه ځمکه د ازادې دوطلبۍ په ترڅ کې په اجاره ورکړل شوه


۳۰ مرغومې ۱۴۰۴ه‍.ش
۱ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د اجارو مدیریت له لورې د بهسودو ولسوالی خشکنبد سیمه کې ٥٠ جریبه ځمکه دګډ پلاوی په حضور کې په اجاره ورکړل شوه.
په داوطلبۍ کې ١٧ کرنیزو او مالدارۍ شرکتونو مالکینو ګډون کړي وو، چې دلطف الله فاروقي کرنیز او مالدارۍ خدمتونو شرکت د مسؤلینو نرخ تر نورو لوړ او د ګډ پلاوي له لورې ګټونکي اعلان شو.
د لطف الله فاروقي کرنیز او مالدارۍ خدمتونو شرکت مسؤلینو یاده ځمکه د بڼوالۍ او نورو کرنیزو چارو ترسره کولو په موخه په اجاره ونیوله.
د ننګرهار د کرنې،اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي محمد ولي محسن ګټوونکي شرکت ته د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت او اجارو د قانون مطابق د اصولي اجرااتو ترسره کولو سپارښتنه وکړه.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS