د کابل په ولایت کې د درې زره مټریک ټنه سړې خونې پرانیسته

user-admin
Sun, Jan 18 2026 9:52 AM
افتتاح سردخانه سه‌هزار متریک‌تُنی در ولایت کابل

۲۸ مرغومې ۱۴۰۴ه‍.ش

۲۸ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۷ه‍.ق
د کابل ولایت د ده‌سبز ولسوالی په صنعتي پارک کې «د حبیب جمال‌زوی سړه خونه»، چې د درې زره مټریک ټنه تازه مېوو د ساتنې وړتیالري د ۳ میلیونه ډالرو په لګښت او د شپږ جریبه ځمکې په مساحت، ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
یاده سړه خونه د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدر اعظم عثماني، د کرنې او مالدارۍ خونې چارواکو، د کرنیزې پرمختیا وجهي صندوق مسؤولینو او یو شمېر سیمه‌ییزو چارواکو په حضور کې پرانیستل شوه.
د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدر اعظم عثماني په دې مراسمو کې د سترو او معیاري سړو خونو د جوړولو پر ارزښت ټینګار وکړ او ویې ویل، چې د دا ډول تأسیساتو پراختیا کولی شي د حاصلاتو د راټولولو په موسم کې د کرنیزو محصولاتو له ضایع کېدو مخه ونیسي او دا د هېواد د بزګرانو، سوداګرو او ښاریانو لپاره یو اساسي اړتیا بلل کېږي. نوموړي له خصوصي سکتور څخه وغوښتل، چې په دې برخه کې لا زیاته پانګونه وکړي.
په همدې حال کې، د کرنې او مالدارۍ خونې رییس خان محمد فروتن، د سړو خونو جوړول د وارداتو د کمېدو، د کرنیزو محصولاتو د صحي ساتنې او د هېواد د اقتصاد د پیاوړتیا لامل وباله او زیاته یې کړه، چې دغه تأسیسات د کاري فرصتونو په زیاتولو کې مهم رول لري.
همداراز، د کرنې خونې مرستیال میرویس حاجي‌زاده د کرنیزو محصولاتو د راټولولو په موسم کې له ګاونډیو هېوادونو سره د سوداګریزو پولو د تړل کېدو په اړه اندېښنه وښوده او له سوداګرو او پانګه‌والو یې وغوښتل، چې د هېواد دننه په پانګونو سره د کورنیو تولیداتو د ودې سره مرسته وکړي.
دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان اسلامي امارت د یادې برخې د پانګونې د هڅونې په موخه، د سړو خونو د جوړوونکو لپاره د پنځو کلونو مالیاتي معافیت اعلان کړی دی.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS