د کرنیزې پرمختیا وجهي صندوق د عالي شورا غونډه دایره شوه

mail-admin
Wed, Jan 14 2026 2:33 PM
د کرنیزې پرمختیا وجهي صندوق د عالي شورا غونډه دایره شوه

۲۴ مرغومې ۱۴۰۴ه‍.ش
۲۴ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنیزې پرمختیا وجهي صندوق د عالي شورا دیارلسمه غونډه د کرنې وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني په مشرۍ، د کرنیزې پرمختیا وجهي صندوق د لوی رییس انجنیر عبدالغفور غفاري، د عالي شورا د غړو او د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د معینیتونو د یو شمېر رییسانو په ګډون ترسره شوه.
په دې غونډه کې د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني، د کرنیزې پرمختیا وجهي صندوق د بزګرانو او متشبثینو مالي ملاتړی وباله او ویې ویل، چې د دې صندوق اساسي موخه بزګرانو او خلکو ته د مستقیمو او غیرمستقیمو همکاریو برابرول دي.
ورپسې، د کرنیزې پرمختیا وجهي صندوق رییس انجنیر عبدالغفور غفاري د دې صندوق د فعالیتونو پر سوداګریز کېدو ټینګار وکړ او ویې ویل، چې د مشارکت، مضاربت، مرابحې او وکالې له لارې خلکو او بزګرانو ته د مالي ملاتړ او همکاریو زمینه برابره شوې ده.
همدارنګه، د کرنیزې پرمختیا وجهي صندوق مالي رییس محمد امین شریفي وویل، چې په ۲۰۲۵ کال کې د دې صندوق د تمویلي بودیجې ټولیزه کچه ۲۵۱ میلیونه او ۹۰ زره او ۹۰۳ افغانۍ او عملیاتي لګښتونه یې ۹۰ میلیونه او ۱۲۳ زره او ۶۵۵ افغانۍ ته رسېدلي دي، چې د احتیاطي زېرمي تر ایستلو وروسته ۱۱۸ میلیونه او ۶۰۷ زره او ۵۶۲ افغانۍ خالصه ګټه تر لاسه شوې ده.
د چارواکو په وینا، امارتي ځمکې په حاصل‌خېزو ځمکو بدلول، د سوداګریزو فعالیتونو پراختیا، له خصوصي سکتور سره همکاري او په ولایتونو کې د کرنیزې پرمختیا وجهي صندوق د استازولیو جوړول د روان میلادي کال لپاره د دې صندوق له مهمو پروګرامونو څخه شمېرل کېږي.
د کرنیزې پرمختیا وجهي صندوق یو دولتي غیر بانکي مالي بنسټ دی، چې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت تر چتر او د صندوق د عالي شورا تر رهبرۍ لاندې فعالیت کوي، او اساسي دنده یې په هېواد کې د کرنې او مالدارۍ په سکټور کې بزګرانو او متشبثینو ته د اسلامي تمویلاتو او تخنیکي خدمتونو وړاندې کول دي.

جلسه شورای عالی صندوق وجهی انکشاف زراعتی برگزار شد
۲۴ جدی ۱۴۰۴ هـ.ش
سیزدهمین جلسه شورای عالی صندوق وجهی انکشاف زراعتی به ریاست مولوی صدراعظم عثمانی، معین زراعت و مالداری و با حضور انجنیر عبدالغفور غفاری، رییس عمومی صندوق وجهی انکشاف زراعتی، اعضای شورای عالی و شماری از رییسان معینیت زراعت و مالداری وزارت زراعت، آبیاری و مالداری برگزار گردید.
مولوی صدراعظم عثمانی معین زراعت و مالداری در این نشست، صندوق وجهی انکشاف زراعتی را حامی مالی دهاقین و متشبثین خوانده و هدف اساسی آن را فراهم‌سازی همکاری‌های مستقیم و غیرمستقیم برای دهاقین و مردم عنوان کرد.
در ادامه، انجنیر عبدالغفور غفاری رییس صندوق وجهی انکشاف زراعتی بر تجاری‌سازی فعالیت‌های این صندوق تأکید نمود و گفت که از طریق مشارکت، مضاربت، مرابحه و وکاله، زمینه‌های همکاری و حمایه مالی برای مردم و دهاقین فراهم شده است.
هم‌چنان، محمد امین شریفی رییس مالی صندوق وجهی انکشاف زراعتی اظهار داشت که در سال ۲۰۲۵، مجموع بودیجه تمویلی این صندوق به ۲۵۱ میلیون و ۹۰ هزار و ۹۰۳ افغانی و مصارفات عملیاتی به ۹۰ میلیون و ۱۲۳ هزار و ۶۵۵ افغانی رسیده است که پس از ذخیره احتیاطی، ۱۱۸ میلیون و ۶۰۷ هزار و ۵۶۲ افغانی مفاد خالص به‌دست آمده است.
به گفته مسئولان، تبدیل زمین‌های امارتی به زمین‌های حاصل‌خیز، توسعه فعالیت‌های تجاری، همکاری با سکتور خصوصی و ایجاد نمایندگی‌های صندوق وجهی انکشاف زراعتی در ولایات از برنامه‌های این صندوق برای سال جاری میلادی به‌شمار می‌رود.
صندوق وجهی انکشاف زراعتی یک نهاد مالی دولتی غیر بانکی است که تحت چتر وزارت زراعت، آبیاری و مالداری و رهبری شورای عالی صندوق فعالیت می‌کند و از وظایف اساسی آن ارائه تمویلات اسلامی و خدمات تخنیکی به دهاقین و متشبثین بخش زراعت و مالداری در کشور می‌باشد.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS