لغمان کې د نږدې  ۱۱ میلیونو افغانیو په ارزښت په ۱۸ هکټاره ځمکې کې د بیرې ځنګل دجوړولو چارې پیل شوې

mail-admin
Tue, Jan 13 2026 10:04 AM
لغمان کې د نږدې  ۱۱ میلیونو افغانیو په ارزښت په ۱۸ هکټاره ځمکې کې د بیرې ځنګل دجوړولو چارې پیل شوې

۲۳ مرغومې ۱۴۰۴ه‍.ش
۲۳ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۷ه‍.ق 
د لغمان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له‌خوا د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام «یو.ان.ډي.پي»د ابادۍ پروژې په مالي ملاتړ او د رحمانزي کرنیز شرکت په تخنیکي همکارۍ، د مرکز مهترلام د بدیع الاباد پنج پدر په سیمه کې د ۱۸ هکټاره ځمکې کې د بیرې د ځنګل د احداث پروژې د فعالیتونو چارې پیل شوې.
د یادې پروژې د پرانیستې مراسم د لغمان د کرنې رییس مولوي عبدالستار محمد، د ولایت مقام ویاند قاري عبدالمالک نیازی، د رحمانزي کرنیز او لوژستیکي شرکت مسؤلینو، قدرتي زېرمو آمر مولوي ګل رسول زبیر، د بیرې او جلغوزیو د ځنګلونو د تنظیم مدیر انجینر دادمیر تلاش، او د سیمې د قومي مشرانو په حضور کې د بنسټ ډبره کېښودل شوه.
د لغمان د کرنې رییس مولوي عبدالستار محمد په خپلو خبرو کې وویل: «په مرکز بدیع الاباد سیمه کې د نږدې ۱۱ میلیونو افغانیو په ارزښت ،د ۱۸ هکټاره ځمکې په سیمه کې د بیرې ځنګل احداثېږي چې پکې به شاوخوا ۳۰ زره بوټي وکرل شي. په دې پروژه کې نږدې ۶۰۰ کسانو ته د کار زمینه برابره شوې ده او د څلورو میاشتو کې به یې چارې بشپړې شي.»
هغه زیاته کړه، چې د پروژې لومړی پړوا کې دوه د اوبو زېرمې، یوه ژوره څاه او د ساتنې خونه جوړیږي او وروسته به د نیالګیو کر ترسره شي. نوموړي له قومي مشرانو وغوښتل، چې د دې پروژې د پلي کولو او بوټو د ساتنې په برخه کې جدي همکاري وکړي، ځکه دا پروژه، دسیلابونو دمخنیوي، د خاورې تخریب، د شاتو مچیو کاروباریانو ته دمچیو روزنې، د چاپېریالي ښه‌والي او په ټوله کې د ولسونو دهوساینې لپاره پلي کېږي.
دغه پروژه د سیمې د چاپیریال سمسورتیا،داقلیم بدلون،دشاتو مچیو روزنې او ولسونو ته د کار بوښتیا لپاره اړینه پروژه ده.
په ورته مهال د ولسونو په استازولی مولوي محمد نسیم د یادې پروژې په پلي کیدو خوښي وښوده،او د ولایتي ادارې څخه مننه وکړه، چې ددې هوساینې لپاره داسې پروژې پلي کوي، نوموړي د اوبو مدیریت په برخه کې د چکډیمونو د جوړیدو غوښتنه وکړه.
دیادولو وړده تردې وړاندې هم د کرنې ریاست لخوا دمرکز اړوند د شمټیو په سیمه کې په ۳۰ هکټار ځمکه کې یو ځنکل احداث شوې وه.

آغاز کار ایجاد جنگل بیره در ۱۸ هکتار زمین به ارزش نزدیک به ۱۱ میلیون افغانی در لغمان
۲۳ جدی ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۳ رجب المرجب ۱۴۴۷ هـ.ق
ریاست زراعت، آبیاری و مالداری لغمان با حمایت مالی پروژه آبادی برنامه توسعه‌ای سازمان ملل متحد و با همکاری تخنیکی شرکت زراعتی رحمانزی، کارهای عملی پروژه احداث جنگل بیره را در مساحت ۱۸ هکتار زمین در ساحه بدیع‌الاباد پنج‌پدر، مربوط مرکز مهترلام، آغاز کرده است.
مراسم افتتاح این پروژه با اشتراک مولوی عبدالستار محمد رئیس زراعت لغمان، قاری عبدالمالک نیازی سخنگوی مقام ولایت، مسئولان شرکت زراعتی و لوژستیکی رحمانزی، مولوی گل رسول زبیر آمر منابع طبیعی، انجینر دادمیر تلاش مدیر تنظیم جنگل‌های بیره و جلغوزه، و شماری از بزرگان قومی محل برگزار شد و سنگ بنای پروژه گذاشته شد.
مولوی عبدالستار محمد رئیس زراعت لغمان در سخنان خود گفت که این پروژه به ارزش نزدیک به ۱۱ میلیون افغانی در مساحت ۱۸ هکتار زمین تطبیق می‌شود و در آن حدود ۳۰ هزار نهال بیره غرس خواهد شد. به گفته وی، در جریان تطبیق این پروژه برای نزدیک به ۶۰۰ تن زمینه کار فراهم شده و کارهای آن در مدت چهار ماه تکمیل می‌گردد.
وی افزود که در مرحله نخست این پروژه، دو ذخیره آب، یک چاه عمیق و یک اتاق محافظتی اعمار می‌شود و پس از آن، روند غرس نهال‌ها آغاز خواهد شد. او از بزرگان قومی خواست تا در تطبیق پروژه و حفاظت از نهال‌ها همکاری جدی داشته باشند، زیرا این پروژه در راستای جلوگیری از سیلاب‌ها، کاهش تخریب خاک، حمایت از پرورش زنبور عسل، بهبود وضعیت محیط زیست و در مجموع رفاه عامه تطبیق می‌شود.
این پروژه از نگاه بهبود محیط زیست منطقه، مقابله با تغییرات اقلیمی، توسعه پرورش زنبور عسل و ایجاد فرصت‌های کاری برای مردم، از پروژه‌های مهم و ضروری به شمار می‌رود.
در همین حال، مولوی محمد نسیم به نمایندگی از مردم محل از تطبیق این پروژه ابراز خرسندی کرده و از اداره ولایتی قدردانی نمود که چنین پروژه‌های رفاهی را تطبیق می‌کند. وی همچنان خواهان اعمار چک‌دم‌ها در بخش مدیریت آب شد.
قابل یادآوری است که پیش از این نیز، ریاست زراعت لغمان در ساحه شمتیو مربوط مرکز، در مساحت ۳۰ هکتار زمین، یک جنگل احداث کرده بود.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS