خوست کې د پخوانیو معتادینو د اقتصادي پیاوړتیا په پار چرګان او د چرګانو پالنې توکي ووېشل شول

mail-admin
Sun, Jan 11 2026 10:24 AM
خوست کې د پخوانیو معتادینو د اقتصادي پیاوړتیا په پار چرګان او د چرګانو پالنې توکي ووېشل شول

۲۱مرغومې ۱۴۰۴ه‍.ش
۲۱ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۷ه‍.ق
د خوست په ولایت کې د پخوانیو روږدو کسانو د ملاتړ، اقتصادي پیاوړتیا او بېرته ټولنې ته د سالمو او کار وړ افرادو په توګه د ورګرځېدو په موخه د چرګانو او د چرګانو پالنې د اړونده توکو د وېش پروګرام ترسره شو. دغه پروګرام د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د کرنیزو چارو آمریت له لوري او د اکشن اېډ موسسې په همکاری په لاره واچول شو.
د پروګرام په لړ کې ۵۰ مستحقو پخوانیو معتادینو ته چرګان او د چرګانې پالنې اړوند توکي ووېشل شول.
د اکشن اېډ موسسې استازي د غونډې ګډونوالو ته د پروګرام د اهمیت، موخو او د عایداتي فرصتونو د رامنځته کولو په اړه مهم معلومات وړاندې کړل، او د دوامدارو اقتصادي مرستو پر اړتیا یې ټینګار وکړ.
وروسته د خوست د کرنې ریاست چارواکو ګډونوالو ته په وینا کې وویل، چې پخواني معتادین د ټولنې عزتمند غړي دي او راتلونکی یې د هغوی په اراده، رغېدو او سالمو هڅو پورې تړلی دی. هغه زیاته کړه چې له زیانمنو او ناوړه موادو څخه د لیرې پاتې کېدو په صورت کې پخواني روږدي کولای شي د ښه ژوند او مثبت بدلون ښه نمونه شي.
دغه راز یادو چارواکو په خپلو خبرو کې د پروګرام د پړاوونو له سمې عملي کېدو خوښي څرګنده کړه او ټینګار یې وکړ چې مؤسسات باید خپلې پروژې په خپل وخت او مسلکي ډول ترسره کړي، څو یې اغېز لوړ او د خلکو ستونزې په واقعي ډول راکمې شي.
د پروګرام موخه د پخوانیو معتادینو اقتصادي پیاوړتیا او هغوی ته د کار زمینه برابرول دي. برخمن شوو کسانو د اکشن اېډ موسسې له مسؤلانه همکاریو مننه وکړه او د ورته دوامدارو مرستو غوښتنه یې وکړه.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS