د کرنې او مالدارۍ مرستیال افغانستان لپاره د سویس د پراختیا او همکارۍ ادارې د دفتر له رییس سره وکتل

mail-admin
Wed, Jan 07 2026 2:59 PM
دیدار معین زراعت و مالداری با رئیس دفتر آژانس توسعه و همکاری سویس برای افغانستان

۱۷ مرغومې ۱۴۰۴ه‍.ش
۱۷ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني، د افغانستان لپاره د سویس د پراختیا او همکارۍ ادارې د دفتر له رییس اېریک مارکلي او د هغه له مل پلاوي سره د کرنې وزارت په مقر کې وکتل او خبرې اترې یې وکړې.
په دې لیدنه کې دواړو لورو د کوکنارو د کښت د مخنیوي او د بزګرانو د ملاتړ، د اقلیمي بدلونونو، د پراختیایي پروژو د تطبیق او د همغږۍ د پیاوړتیا په اړه بحث او خبرې اترې وکړې.
د کرنې او مالدارۍ مرستیال د کوکنارو د بدیل کښت، د اوبو د مدیریت، د ځنګلونو د جوړولو، له وچکالۍ سره د مبارزې او د بزګرانو د ملاتړ په برخو کې د ملي او نړۍوالو بنسټونو پر همکارۍ ټینګار وکړ او ویې ویل، چې اوس د دې وخت رارسېدلی چې پراختیایي پروژې په بنسټیزه، شفافه او اغېزمنه توګه پلي شي. نوموړي زیاته کړه، چې په تېر کې د کوکنارو کښت خپل اوج ته رسېدلی و، خو اوس منع شوی او بزګران ملاتړ ته اړتیا لري؛ همدارنګه یې د زرګونو روږدو درملنه له مهمو لاسته راوړنو وبلله.
د افغانستان لپاره د سویس د پراختیا او همکارۍ ادارې د دفتر رییساېریک مارکلي د همکاریو پر دوام ټینګار وکړ او ویې ویل، چې د تېر کال په پرتله سږکال زیاته بودیجه لري او د اوبو لګولو د کانالونو د جوړولو، د چاپېریالي ککړتیا پر ضد مبارزې، د اقلیمي بدلونونو او د اصلاح شوو تخمونو د وېش په برخو کې پروژې تطبیقوي.
د وړاندې شوو معلوماتو له مخې، د سویس هېواد هر کال ۲۵ میلیونه سویسي فرانکه د افغانستان د بشري مرستو لپاره ځانګړي کوي، چې موخه یې د خلکو د اساسي اړتیاوو پوره کول، د معیشت پیاوړتیا او د بشري حقونو ملاتړ دی. همدارنګه د سویس د پراختیا او همکارۍ ادارې دفتر په کابل کې په ۲۰۲۵ میلادي کال کې بېرته پرانیستل شوی دی.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS