د بغلان دو ولسوالیو کې پر ۱۹۰۰ بزګرانو د غنمو تخم او کیمیاوي سرې ووېشل شوې

mail-admin
Tue, Jan 06 2026 11:37 AM
توزیع تخم اصلاح‌شده گندم و کودهای کیمیاوی برای ۱٬۹۰۰ تن دهقان در ولایت بغلان

۱۶ مرغومې ۱۴۰۴ه‍.ش
۱۶ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۷ه‍.ق
د بغلان دکرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅه، دملګرو ملتونو دخوړو او کرنې ادارې «اف.اې.او» په مالي ملاتړ، د وطن مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ولسوالیو د کرنې او مالدارۍ مسؤلینو تر څارني لاندې د بغلان په دو ولسوالیو کې ۱ زره ۹۰۰ بزګرانو ته د غنمو اصلاح شوي تخم، توره او سپینه سره ووېشل شوه.
ددې مرستې په ترڅ کې ۱۵۰۰ تنه د دوشی، ولسوالی او ۴۰۰ تنه د خوست ولسوالۍ بیوزله او اړمن بزګرانو شامل دي. چې تر نوم لیکني وروسته اوس مهال ورته چمتو شوي مرسته ووېشل شوه. 
د مرستي څخه برخمن شویو بزګرانو ته د غنمو تخم وړاندې د غنمو کرنې، کیمیاوي سرې کاروني، اوبو لګولو، نوي میتودونو او ورته نورو برخو کې روزنه ورکول شوې ده.
د یادې مرستې څخه موخه په بغلان کې اصلاح شویو تخمونو ته وده او پراختیا ورکول، د اړمنو او بېوزلو کورنیو لپاره د نوي اصلاح شوي ورایټۍ چمتو کول، د بزګرانو اقتصادي ملاتړ، له کمې ځمکې څخه زیات حاصل ترلاسه کول او ترڅنګ یې د هغوی اقتصاد ته وده او پراختیا ورکول دي.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS