کندز کې د مرغانو د ناقانونه ښکار او د طبیعي څرځایونو د تخریب پر ضد جدي اقدامات وشول

mail-admin
Sat, Jan 03 2026 11:27 AM
اقدامات جدی علیه شکار غیرقانونی پرندگان و تخریب چراگاه‌های طبیعی در کندز

١۳ مرغومې ۱۴۰۴ه‍.ش
۱۳ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۷ه‍.ق
د اسلامي امارت د رهبرۍ د هدایت د تطبیق او د وحشي ژوو او قدرتي سرچینو د ساتنې په موخه، د کندز ولایت د کرنې ادارې د امنیتي او اړوندو ارګانونو په همکارۍ د ګلتپه ولسوالی کې د مرغانو د ناقانونه ښکار مخه ونیوله او د ارچي ولسوالی په ګل‌بلاق سیمه کې یې د څرځایونو د تخریب پر ضد عملي ګامونه واخیستل.
د کندز د کرنې ریاست د عمومي خدمتونو د مدیریت مسؤلینو د ګلتپه ولسوالی د امنیې قومندانۍ په همکارۍ، د یادې ولسوالی د شاه‌دولا عسقلان په کلي کې د مرغانو د ناقانونه ښکار پر ضد اقدام وکړ. د یاد اقدام پر مهال هغه کسان ونیول شول چې له ناقانونه لارې یې د مرغانو ښکار کاوه او د ښکار وسایل یې ضبط کړل شول.
د مسؤلینو په حضور کې دوه ډوله مرغان، چې د متخلفینو له‌خوا ښکار شوي وو، بېرته خوشې کړل شول، څو خپل طبیعي ژوند ته راوګرځي. اړوندو ادارو ټینګار وکړ چې د وحشي ژوو ښکار د نافذه قوانینو او د اسلامي امارت د رهبرۍ د هدایت پر بنسټ منع دی او سرغړونکي به قانوني چلند سره مخ شي.
په همدې لړ کې، د قدرتي سرچینو د ساتنې او د چاپېریال د خوندیتوب په موخه، د ارچي ولسوالی د کرنې د خدماتو د مدیریت کارکوونکو د اړوندو ارګانونو په همغږۍ د یادې ولسوالی د ګل‌بلاق په سیمه کې د قدرتي څرځایونو د تخریب مخه ونیوله. د دې اقدام پر مهال د قدرتي څرځایونو د غیرقانوني استعمال او تخریب مخنیوی وشو او متخلفینو ته لازمې سپارښتنې او جدي اخطارونه ورکړل شول.
همدارنګه، د سیمې اوسېدونکو ته د عامه پوهاوي پروګرام هم ترسره شو، چې پکې د ځنګلونو او څرځایونو د ساتنې پر اهمیت ټینګار وشو. خلکو ته وویل شول چې د قدرتي سرچینو ساتنه یو ګډ مسؤولیت دی او د څرځایونو او ځنګلونو تخریب کولی شي ناوړه چاپېریالي او اقتصادي پایلې ولري.
د کندز د کرنې ریاست مسؤلینو ډاډ ورکړ چې د وحشي ژوو، ځنګلونو او قدرتيی څرځایونو د ساتنې په برخه کې به دا ډول څارنه او قانوني اقدامات دوام ولري، څو د چاپېریال توازن وساتل شي او راتلونکو نسلونو ته سالم قدرتي میراث پرېښودل شي.

Latest news

Sat, Feb 01 2025 11:27 AM
Background image

ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو فارمونو کې د مېوو بڼونه جوړ کړي 

۱۳ سلواغه ۱۴۰۳ه‍.ش
۳ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۶ه‍.ق
ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو څلور ګونو فارمونو کې د مالټو، زيتونو، ليمو، خرما او نورو مېوو بڼونه جوړ کړي دي.  
دغه کرنيزه پروژه،. . .

Mon, Jul 01 2024 8:57 AM
Background image

د خوست کرنې ریاست څېړنیز فارم کې زده کړیالانو ته د عملي زده کړې زمینه برابره شوې

۱۱ چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۴ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۵ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند څېړنیز فارم کې د کرنې پوهنځۍ زده کړیالانو ته په عملي او نظري ډول د زده کړې زمینه برابره. . .

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

BACK TO NEWS