ایران ته د کرنې وزارت د اوبو لګولو او قدرتي سرچينو د مرستيال سفر

user-admin
Thu, Jan 01 2026 5:22 PM
ایران ته د کرنې وزارت د اوبو لګولو او قدرتي سرچينو د مرستيال سفر


١١ مرغومې ۱۴۰۴ه‍.ش
١١ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۷ه‍.ق
د افغانستان اسلامي امارت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د اوبو لګولو او قدرتي سرچينو مرستيال مولوي بازمحمد فيضان، د يو رسمي پلاوي په مشرۍ، د ايران اسلامي جمهوريت په بلنه د کرنيزو وسايلو او د اوبو لګولو د نويو ټکنالوژيو په نندارتون کې د ګډون په موخه تهران ته سفر وکړ.
په دې سفر کې د کرنې وزارت د مقام سلاکار شفيع‌الله مهمند، د خصوصي سکتور د پراختيا رییس قاري محمد اکبر اميني، د بهرنيو چارو وزارت د اقتصادي اړيکو رياست مرستيال ابوبکر ځدران او مفتي محمد ثابت ثاقبد د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت  دقدرتي مرستيال ملتیا کوي. دغه پلاوی به د تهران په تخصصي نندارتون کې، چې د کرنيزو ماشينرۍ، د اوبو لګولو نويو سيستمونو، ځیرک کرنې او د اوبو سرچينو د دوامدار مديريت په محور راټول شوی، ګډون وکړي او له بېلابېلو برخو څخه به ليدنه وکړي.
د پلان له مخې، د افغانستان د کرنې وزارت پلاوی به همدارنګه د کرنې، اوبو لګولو او اړوندو ټکنالوژيو په برخه کې له فعالو شرکتونو او بنسټونو سره په دوه‌اړخيزو سوداګريزو (B2B) ناستو کې ګډون وکړي، تر څو د همکاريو زمينې، د تجربو لېږد، د پانګونې جلب او معاصرو کرنيزو تجهيزاتو ته د لاسرسي په اړه بحث او ارزونه وشي.
دا سفر په داسې حال کې ترسره کېږي چې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت هڅه کوي د سيمه‌ييزو او نړۍوالو تجربو له استفادې سره، په هېواد کې د کرنې د ميکانېزېشن کچه لوړه کړي، د اوبو لګولو سيستمونه ښه کړي او ځیرکه کرنه پراخه کړي، څو د کرنې د سکتور د توليد کچه لوړه او خصوصي سکتور پياوړی شي.

سفر معین‌آبیاری و منابع طبیعی وزارت زراعت به ایران
۱۱ جدی ۱۴۰۴ ه‍.ش
مولوی بازمحمد فیضان، معین آبیاری و منابع طبیعی وزارت زراعت، آبیاری و مالداری امارت اسلامی افغانستان، در رأس یک هیأت رسمی به دعوت جمهوری اسلامی ایران، به‌منظور اشتراک در نمایشگاه ادوات زراعتی و تکنالوژی‌های نوین آبیاری، به تهران سفر کرد.
در این سفر، شفیع‌الله مهمند مشاور مقام وزارت زراعت، قاری محمد اکبر امینی رئیس توسعه سکتور خصوصی، ابوبکر زدران معاون ریاست روابط اقتصادی وزارت امور خارجه و مفتی محمد ثابت ثاقب، معین وزارت زراعت آبیاری و منابع طبیعی  را همراهی می‌کنند. این هیئت در نمایشگاه تخصصی تهران که با محوریت ماشینری زراعتی، سیستم‌های نوین آبیاری، زراعت هوشمند و مدیریت پایدار منابع آب برگزار شده است، اشتراک نموده و از بخش‌های مختلف آن بازدید می‌کند.
بر اساس برنامه، هیئت وزارت زراعت افغانستان همچنان در نشست‌های دوجانبه تجارتی (B2B) با شرکت‌ها و نهادهای فعال در عرصه زراعت، آبیاری و تکنالوژی‌های مرتبط اشتراک خواهد کرد تا زمینه‌های همکاری، انتقال تجربه، جلب سرمایه‌گذاری و دسترسی به تجهیزات معاصر زراعتی مورد بحث و بررسی قرار گیرد.
این سفر در حالی انجام می‌شود که وزارت زراعت، آبیاری و مالداری تلاش دارد با استفاده از تجارب منطقه‌ای و بین‌المللی، سطح میکانیزه‌سازی زراعت، بهبود سیستم‌های آبیاری و توسعه زراعت هوشمند را در کشور گسترش داده و به افزایش بهره‌وری بخش زراعت و تقویت سکتور خصوصی کمک کند.

Latest news

Sat, Feb 01 2025 11:27 AM
Background image

ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو فارمونو کې د مېوو بڼونه جوړ کړي 

۱۳ سلواغه ۱۴۰۳ه‍.ش
۳ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۶ه‍.ق
ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو څلور ګونو فارمونو کې د مالټو، زيتونو، ليمو، خرما او نورو مېوو بڼونه جوړ کړي دي.  
دغه کرنيزه پروژه،. . .

Mon, Jul 01 2024 8:57 AM
Background image

د خوست کرنې ریاست څېړنیز فارم کې زده کړیالانو ته د عملي زده کړې زمینه برابره شوې

۱۱ چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۴ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۵ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند څېړنیز فارم کې د کرنې پوهنځۍ زده کړیالانو ته په عملي او نظري ډول د زده کړې زمینه برابره. . .

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

BACK TO NEWS