میدان وردګو کې د چرګانو د تولید او خوراکي دانې ماشینرۍ پر برابرولو سکتوري هوکړه وشوه

mail-admin
Wed, Dec 31 2025 3:46 PM
میدان وردګو کې د چرګانو د تولید او خوراکي دانې ماشینرۍ پر برابرولو سکتوري هوکړه وشوه

۱۰ مرغومې ۱۴۰۴ه‍.ش
۱۰ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۷ه‍.ق
د میدان وردګو ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په مشرۍ د څلورو اړوندو ادارو ترمنځ سکتوري غونډه ترسره شوه، چې پکې د چرګانو د چرګوړو د تولید او د چرګانو د خوراکي دانې لپاره د ماشینرۍ د تهیه او برابرولو موضوع د ګډونوالو په ګډه خوښه وټاکل شوه.
اده سکتوري غونډه د میدان وردګو ولایت دکرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د غونډو په تالار کې د کلیو د پراختیا ریاست، د چاپېریال ساتنې ریاست، د اوبو او انرژۍ ریاست او د پېښو پر وړاندې د چمتووالي ریاست په ګډون جوړه شوه. غونډه د قرآن کریم د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت پیل شوه او وروسته پکې د نظرونو تبادله او پر بېلابېلو موضوعاتو هر اړخیز بحث وشو.
د غونډې په ترڅ کې د ټولو ګډونوالو نظریات تأیید شول او په پایله کې د چرګانو د چرګوړو د تولید او د چرګانو د خوراکي دانې د ماشینرۍ د برابرولو موضوع د ګډې پرېکړې له مخې د لومړیتوب په توګه وټاکل شوه، چې ټاکل شوې په نږدې وخت کې د ولایتي پراختیايي شورا غونډې ته د تصویب لپاره وړاندې شي.غونډه د ګډ تفاهم او مثبتو پایلو په فضا کې په ښه توګه پای ته ورسېده.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS